له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۲ - ۹:۴۶
له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

دایکندي

د دايکنډي ولايت د پوهنې رئيس مفتي رحمت الله مدثر او ورسره پلاوي د دغه ولايت له امنيه قوماندان الحاج ملا عبدالحکيم رفيع الله سره وکتل او په دې ولايت کې يې د پوهنې او سواد زده کړې د وضعيت د ښه والي په برخه کې د يادو دوو بنسټونو پر همغږۍ او همکارۍ خبرې وکړې.
 په دې ناسته کې د یاد ولایت د امنیه قوماندانۍ د منسوبینو لپاره د سواد زده کړې د ټولګیو پر فعالیتونو هم خبرې وشوې.

میدان وردګ

د میدان وردګو ولایت د پوهنې رئیس مولوي ګل ولي متقي د دغه ریاست د یو شمېر کارکوونکو په ګډون د سویډن په هېواد کې د قرآن عظیم الشان د سپکاوي له امله د دغه ولایت د خلکو په اعتراضیه مظاهره کې ګډون کړی و. هغه دا یو ناوړه او غیر انساني عمل وباله او ټینګار یې وکړ چې په اسلام کې د ټولو الهي دینونو حرمت او حیثیت خوندي دی.

سمنګان

د سمنګان ولایت له الشریعة الدبیه دارالعلوم څخه د حدیثو له دورې ۴ تنه او همدارنګه څلور تنه د قرآن کریم حافظان فارغ شول، چې د پوهنې ریاست د مشرتابه پلاوي، دیني علمانو او مخورو سپین ږیرو په حضور کې د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې وستایل شول.

بلخ

د مزارشريف د پوهنې آمر مولوي محمد نعيم بلخي او ورسره مل پلاوي په هغه غونډه کې، چې د سيرت النبي سياليو د پايلو د اعلان په مناسبت، چې د (نثار) د اسلامي مرکز له خوا د پنځمې ناحیې په کارته انصاري کې جوړه شوې وه، په دې غونډه کې د پوهنې آمر مولوي محمد نعيم بلخي او ګډونوالو د حضرت محمد ص د سیرت او اخلاقو په ځینو مهمو ځانګړتیاو خبرې وکړې.

له همدې ولایت د یو بل خبر له مخې

د مارمل ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي حبیب الله حمیدي د دیني او عقیدتي درسونو د وړاندې کولو په دوام کې دا ځل حاضرینو ته د فرښتو د پېژندنې او د قرآن عظیم الشان پر عظمت خبرې وکړې. او ټولو ګډونوالو ته یې د دوی د دیني مسوولیتونو په باب معلومات ورکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۱۵:۳۷
Background image

د لوګر ولایت اوسېدونکو د روان کال په لومړیو ۳ میاشتو کې له پوهنې سره ۵ مېلیونه افغانۍ مرسته کړې

د لوګر ولایت پوهنې ریاست ویلي چې د روان (۱۴۰۴ ) لمریز کال په لومړیو ۳ میاشتو کې، د عامو خلکو او علم پروره شخصیتونو لخوا، د ۲۲ بابه دیني مدارسو او ښوونځیو جوړولو او بیارغولو لپاره شاوخوا. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۱۵:۳۴
Background image

د هلمند ولایت له پوهنې ریاست سره نږدې د ۲۰۰ زره ډالرو په لګښت د کتابونو او درسي موادو مرسته وشوه

یوې همکارې ادارې، د هلمند له پوهنې ریاست سره د ۱۹۲ زره ۱۹۱ ډالرو په لګښت درسي موادو او کتابونو مرسته وکړه.

په یاده مرسته کې ۲۸ زره ۴۸ ټوکه درسي کتابونه، د ښوونکو لپاره د تدریسي مرستو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۲ - ۱۰:۵۰
Background image

د ا.ا.ا د پوهنې وزارت پلاوي په کازان ښار کې د پوهنې د وزيرانو په نړيوال کنفرانس کې ګډون وکړ

ياد کنفرانس چې نن ورځ رسما پيل شو، د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې د معين الحاج مولوي سخاء الله سعيد په مشري پلاوي پکې رسما ګډون وکړ.
دغه کنفرانس د روسیې د ولسمشر ولاديمير پوتين په. . .

BACK TO NEWS