میدان وردګو ولایت کې د حسن قرائت سیالۍ تر سره شوه
پوهنې وزارت، میدان وردګ : د میدان وردګو ولایت د پوهنې ریاست له لوري د روژي مبارکې میاشتې په ویاړ د ښوونځیو زده کوونکو ترمینځ د حسن قرائت سیالۍ تر شوه.
د میدان وردګو ولایت پوهنې رئيس ډاکټر محمد سعید منصور په وینا په دې سیالۍ کې د ولایت په کچه یو لک او ۴۸ زره زده کوونکو ګډون کړى و، چې له دې شمېر څخه شپږ کسانو، درې هلکانو او درې نجونو وروستي پړاو ته لار ومونده، چې د سیالۍ په پایله کې روزالدین د نورالدین زوی د مرکزي دارلعلوم زده کوونکي د ۹۷ نمرو په اخيستلو سره لومړی مقام خپل کړ.
پوهنې رئيس زیاته کړه، دغه سيالۍ د روژې مبارکې میاشتې په ویاړ جوړه شوې وه، او په راتلونکو ورځو کې به د نبوي سیرت سیالۍ هم تر سره شي.
همدارنګه د میدان وردګو والي الحاج عبدالرحمن طارق د پوهنې ریاست دغه نوښت وستايه او مننه يې ترې وکړه، د زده کوونکو ترمينځ دا ډول سیالۍ يې خورا اغېزمنې و ګڼلې،نوموړي د پوهنې ریاست له چارواکو وغوښتل چې په راتلونکي کې هم دا ډول سیالۍ جوړې کړي تر څو د سالمې سیالۍ لامل شي.