په بامیان ولایت کې یو شمېر ښوونځیو ته ښوونیز وسایل توزېع شول

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۵:۳۵
54854

د بامیان ولایت پوهنې ریاست خبر ورکوي، چې د یاد ولایت د یکاولنګ او یکاولنګ دوم ولسوالیو ښوونځیو ته ښوونیز وسایل او تخنیکي تجهیزات وېشل شوي دي.
دغه اقدام د یوه خیریه بنسټ په مالي او تخنیکي ملاتړ ترسره شوی، چې له مخې یې د یادو ولسوالیو د ښوونځیو زده‌کوونکو ته د قرطاسیې او نورو ښوونیزو توکو په ګډون ۲۱ قلمه ښوونیز وسایل ووېشل شول.
یادې مرستې د زده‌کوونکو د ښوونیزو اړتیاوو د پوره کولو او د زده‌کړو د بهیر لا ښه والي په موخه برابرې شوې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۵:۳۹
Background image

په زابل ولایت کې مدرسینو لپاره د وړتیا لوړونې غونډه جوړه شوه

د زابل ولایت اطغر ولسوالۍ اړوندو مدارسو او ښوونځیو ۷۵ تنو مدرسینو او ښوونکو ته د مسلکي زده‌کړو یو ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو.
د یادې برنامې پرمهال د تدریس په بهیر کې د بېلابېلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۵:۳۶
Background image

په غور ولایت کې د ښوونکو او ښوونیزو شوراګانو غړو ته روزنیزه برنامه جوړه شوه

په تېرو دوو اوونیو کې د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار د ۱۸ بابه ښوونځیو ۱۸۰ تنو ښوونکو او د ښوونیزو شوراګانو غړو ته «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د وړتیا لوړونې روزنیزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۱:۳۳
Background image

د پوهنې وزارت د بهرنیو اړیکو او تمویلوونکو د رئیس په مشرۍ پلاوي فاریاب ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د بهرنیو اړیکو او تمویلوونکو د رئیس مفتي محمد حسن حقاني په مشرۍ پلاوي فاریاب ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د یاد ولایت د پوهنې له رئیس الحاج مولوي عبدالله رحماني او د پوهنې. . .

BACK TO NEWS