پوهنې وزیر د سید جمال الدین افغان ښوونکو روزني څخه په لیدنه کې، د ښوونکو روزنې نصاب پر بیا کتنې ټينګار وکړ

media-moe
پنجشنبه ۱۳۹۸/۵/۱۷ - ۱۲:۱۲

پوهنې وزارت- کابل: د پوهنې وزیر ډاکترمحمدمیرویس بلخي د سیدجمال الدین ښوونکو روزنې څخه په لیدنه کې، د ښوونکو روزنې نصاب له بیاکتني څخه خبر ورکړ.
دا لیدنه چې نن ورځ تر سره شوه، ډاکتر بلخي د سید جمال الدین افغان ښوونکو روزنې له ټولګیو او دپارتمنتونو څخه لیدنه وکړه او د زده کړیالانو حالت او د زده کړو خدمتونو کیفیت يې وڅيړه.
پوهنې وزیر همدارنګه د یاد دارلمعلمین له مختلفو برخو څخه لیدنه وکړه او د میزونو او څوکیانو جوړونې سیار ټيم په استولو او د سید جمال الدین افغان نا تمام شوي اداري کمپلکس حالت جدي څيړنې په موخه لازمي لارښوونې ورکړې.
د سید جمال الدین افغان ښوونکو روزنې رئیسې حمیرا جلالزۍ په دې لیدنه کې شته ستونزې د پوهنې له وزیر سره شریکې کړې.
همدارنګه د ښوونکو روزنې استادانو د دې لیدنې په دوام کې د دارلمعلمینونو ستونزو د حل په موخه د پوهنې وزیر له هڅو ستاینه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۹/۱۹ - ۱۳:۵۲
Background image

د ښوونې او روزنې علمي او څيړنیزه مجله د پوهنې وزیر په شتون کې پرانستل شوه

پوهنې وزارت- کابل:د ښوونې او روزنې علمي او څيړنیزې مجلې لمړۍ ګڼه چاپ او د پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي، د پوهنې وزارت مشرتابه د یو شمیر غړو په شتون کې پرانستل شوه.

د پوهنې وزارت د. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۹/۱۹ - ۱۳:۳۰
Background image

د لوګر د پوهنې نوی سرپرست رئیس معرفي شو

د پوهنې وزارت_لوګر: د لوګر ولایت د پوهنې ریاست لپاره نوی ټاکل شوی سرپرست رئیس معرفي شو او رسمآ یې خپله دنده پیل کړه.
د هغه د پېژندګلوۍ په مراسمو کې د پوهنې وزارت ستر سلاکار ډاکټر. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۹/۱۹ - ۱۳:۲۸
Background image

د ننګرهار ولایت دسړوسیمو ښوونځیو سامع زده کوونکو کلنۍ ازموینه پیل شوه

د پوهنې وزارت_ننګرهار: د ننګرهار ولایت دسړوسیمو ښوونځیو سامع زده کوونکو کلنۍ ازموینه د جلال اباد ښار د ننګرهار په عالی لیسه کې پیل شوه.
دازموینې دپېل په مراسموکې دپوهنې ریس حسیب الله. . .

BACK TO NEWS