About us

دپوهنې وزارت په اړه

په افغانستان کې د پوهنې لیدلورى

د اسلام د سپېڅلي دین له لارښوونو سره سم، د بشري پانګې داسې انکشاف چې غوره افغاني ارزښتونو او بشري حقونو ته درناوي ولري او د  هېواد په انډولیز انکشاف، اقتصادي ودې او د سولې او ثبات په تامینولوکې فعاله ونډه واخلي، باكيفيته ښوونې ته د برابر لاسرسي له لارې تر لاسه کیدای شي.
د پوهنې وزارت هڅه کوي چې دغه ليد لورى د هغه بشپړ ستراتیژیک پلان د پلي كولو له لارې په برياليتوب سره ترلاسه كړي، چې موخه یې په را تلونکو کلونوکې ښوونې او روزنې ته د ښوونځي د عمر لرونكو ټولو ماشومانو لاسرسى، د کیفیت لوړول او د پوهنې سیستم د لوړ مدیریت رامنځ ته كول دی.

اساسي ستونزې

په زياتو لاسته راوړنو سربېره اوس هم د هېواد د پوهنې بهير د امنیت، ښوونې او روزنې ته د متوازن  لاسرسي او د ښوونیز کیفیت او مديريت په برخو کې له سترو ننګونو سره مخامخ دى چې په لنډه توګه يې داسې يادونه كيږي:

۱- امنیت او لاسرسى
د امنیتي ګواښونو د شتون، روزنیزو آسانتیاوو د نشتوالي او د مسلکي په تیره بیا ښځینه ښوونکو دکمښت له امله، د ښوونځی د عمر لرونكو ۱۲ میليون ماشومانوڅخه څه د پاسه پنځه ملیونه نجونې (په سلو كې ۴۲)، ښوونې او روزنې ته لاس رسى نه لري. شپږ زره ښوونځي ودانۍ او نورې ضروري اسانتياوې نه لري او په سلګونو ښونځي له استوګنځايونو څخه لرې پراته دي، چی ورتګ يي ماشومانو په تیره بیا نجونوته لويه ستونزه او ننګونه ده.
له ۴۱۲ ښاري ناحيو او ولسوالیو څخه په څه د پاسه ۲۰۰ ناحيو او ولسواليو كې یوه نجلۍ په لسم او تر هغه پورته ټولګيوکې نشته او ۲۴۵ ولسوالۍ او ناحيې آن یوه ښځینه مسلكي ښوونکې نه لري، یوولس ميلیونه هیوادوال اوس هم بی سواده پاتې او د هېواد د لسو ولایتونو په ۶۸ ولسوالیوکې ۶۲۱ ښوونځي د امنیتي ستونزو له امله ټرلي دي.

۲-کیفیت او ځواب ويل
 له ۱۷۰۰۰۰ تنه ښوونکو څخه په سلوکې یوازې ۲۷ د يو مسلكي ښوونكي كمترين شرايط
(د څوارلسم ټولګي فراغت)لري. په زیات شمیر ښوونځیو کې د درسي خونو د کمښت له امله درسي ساعتونه کم او په ټولګیو کې ګڼه ګوڼه زیاته ده چي دغه كار د تدریس کیفیت زیانمن کړی دى. تر اوسه هم دکتابونو او درسي توکو کمښت شته. د تخنیکي او مسلکي زده کړو په ښوونځیو کې د شمولیت زمینه یوازې د نهمو ټولګیو په سلوکی  دوه فارغانو او د حرفوي زده کړو زمینه یوازی یوې کوچنۍ برخی وګړو ته برابره ده، د لازمو شرایطو د نشتوالي له امله د فراغت اوکار موندلو ترمنځ واټن زیات دی، د ۱۲م ټولګیو د۹۵۰۰۰ تنه فارغانو یوازې څلورمې برخې په ۱۳۸۸ كال كې پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسوته لاره پیدا کړې ده او پاتې نور په سختۍ سره کار پیدا کولای شي.

۳-مدیریت
 له هغو هڅو سره سره چی د فردي اوکاري ظرفیتونو د لوړولو په خاطر شوې دي، د مرکز او ولایتونو په کچه د پوهنې د نظام اجرايوي ځواکمني تر اوسه هم نیمګړې  او ناکافي ده، چې البته د متخصص پرسونل نشتوالي او يا هم د موجوده كارپوهانو له خوا د پوهنې په وزارت كې په ټیټه تنخوا كار كولو ته غاړه نه ایښودلو، دغه ستونزه زیاته کړې او دکار لپاره د مناسبې ودانۍ، ځای او د اړتیا وړ تجهیزاتو په تیره بیا د معلوماتي ټکنالوژۍ کمښیت دغه ستونزه لاپیچلې کړې ده.

د پوهنې وضعيت څنګه وو؟

پرله پسې دريو لسيزو جګړو، کورنیو نا آرامیو او وسله والو نښتو په هېواد کې ستر بشري ناورين رامنځ ته او  د پوهنې په ګډون ټول اقتصادي، فرهنګي او ټولنیز بنسټونه يې یا بیخي له منځه وړي او یا يې سخت زیانمن كړي وو. هماغه وه چې په ۱۳۸۱ كال كې د موقتې ادارې په راتلو سره دغه نوي نظام ته څه د لازم ظرفیت او مهارت لرونکي بشري ځواک له پلوه او څه د ساختمان او بنسټونو له لحاظه داسې یو نیمګړی او معیوب پوهنيز سيستم په میراث پاتې وو چی هېوادوالو ته د باكيفيته او پر وخت خدمتونو د وړاندې کولو ډیر لږ وس یې درلود، چې د بېلګې په توګه يې داسې يادونه كيږي:

  • يوازې یو میلیون هلکانو ته د عمومي زده کړو په ۳۴۰۰ ښوونځیوکی د ۲۰۷۰۰ ښوونکو لخوا زده كړې ورکول کیدې او په دې توګه د هغه وخت د پوهنې سیسټم د خلکو اړتیاوو ته د ځواب ویلو توان نه درلود.
  • معياري، ملي او واحد درسي نصاب او درسي كتابونه موجود نه وو چې د زده كوونكو ستونزې يې حل كړې او د هغوى په ذهني وده كې يې مثبت رول لوبولاى واى.
  • یوازې څلور دارالمعلمينونه په څلورو ولایتونوکې د ۴۰۰ تنه نارينه محصلینو او ۵۰ تنه نارینه استادانو په لرلو سره فعال وو.
  • د تخنيكي او مسلکي زده کړو ۳۸ ښوونځي په قسمي توګه فعال وو چی۱۵۰۰تنه نارینه زده كوونكي او ۵۰ تنه نارینه استادان پکی په زده کړو او تدریس بوخت وو.
  • په کال کې یو ازی ۲۲۰۰۰ نارینه نالوستي هېوادوال د لیک لوست زده كړې په کورسونوکې په زده کړه بوخت وو.
  • یوازې ۷۹۰۰ محصلانو د لوړوزده کړو په ۱۵ موسساتو کې لوړې زده كړې كولې.

د پوهنې اوسنى وضعيت څه ډول دى؟

د لوى خداي (ج) په مرسته، زموږ د زحمتكش ولس د هڅو او د نړيوالې ټولنې د همكارۍ په نتيجه كې له ۱۳۸۱ کال را په دې خوا د پوهنې په برخه كې پوره او اساسي پرمختګ شوى او زياتې برياوې تر لاسه شوې دي، چې د بيلګې په ډول یې د ۱۳۸۸ كال  تر پايه پورې يوه برخه په دې توګه بیانيږي:

  • د زده کوونکو په شمولیت کې اووه  برابره زیاتوالی راغلى چې  په ۱۲۰۰۰ عمومي ښوونځیوکې ټول ۷ ملیون تنه زده كوونكې چې په سلوکې يې۳۷ نجونې دي، په زده كړو بوخت دي.
  • د ښوونکو شمېر څه د پاسه آته برابره زیات شوى چې په دې توګه ۱۷۰۰۰۰ تنه ښوونكي چی ۳۰ سلنه یې نجونې دي، د هېواد د بچيانو په روزنه بوخت دي.
  • د رسمي اسلامي زده کړو د موسسو شمېر ۵۵۰ ته لوړ شوی او ۱۳۶۰۰۰ طالب العلمان چې په سلوکې ۹ يې ښځې دي، د اسلامي علومو په زده كړه لګيا دي.
  • د اسلامي زده كړو اداره له رياست څخه د معينيت كچې ته لوړه او د هېواد په تاريخ كې د لومړي ځل لپاره د ازهر پوهنتون څانګه (د الازهر د اسلامي علومو انسټيټيوت)په كابل ښار كې پرانيستل شوه چې په تدريجي ډول به يې نورې څانګې د هېواد په لويو ښارونو كې هم جوړې شي.
  • د عمومي او اسلامي زده كړو ملي درسي نصاب تر كار لاندې او د بشپړيدو په حال كې دى، چې د عمومي ښوونځيو د لومړنۍ او منځنۍ دوری(۹-۱) لپاره نوي درسي کتابونه او د ښوونكي لارښود کتابونه تالیف، چاپ او ویشل شوي، اټكل كيږي چې د ثانوي دورې به د ۱۳۸۹كال تر پايه او د اسلامي زده کړو د موسسو به د ۱۳۹۱کال تر پايه بشپړ شي.
  • د ښوونکي روزنې د مرکزونو شمېر له څلورو څخه دوه څلوښتو ته لوړ شوى چې په هر ولایت کې لږ تر لږه یو مرکز د نارینه او ښځینه لیلیو په درلودلو سره شتون لري او ۴۲۰۰۰ تنه  زده كوونكي چې ۳۸سلنه يې ښځې دي، پکې زده كړې كوي.
  • سربیره پردې د ښوونکو د تحصیلي كچې لوړولو په موخه په ولسوالیو كې د ښوونکي روزنی ۷۳ مرکزونه ښونځیو ته نږدې جوړ شوي دي.
  • د تخنيكي او مسلکي زده کړو په ښوونځيو کې شمولیت ديارلس برابره زیات شوى او ۲۰۰۰۰ تنه زده کوونکي چې۱۶ سلنه يې ښځی دي،  په ۶۰ تخنيكي او مسلکي ښوونځیو کې په زده کړو بوخت دي.
  • ځه د پاسه ۹۵۰۰۰ تنه زده کوونکي چې ۲۷ سلنه يې ښځې دي، په ۱۳۸۸ کال کې له ۱۲م ټولګي څخه فارغ شوي دي.
  • له ۱۳۸۱کال راهیسې هركال څه د پاسه ۲۵۰۰۰۰ تنو نالوستيو هېوادوالو چې ۶۲ سلنه یې ښځې دي، د لیک لوست زده کړې یوه نهه میاشتنۍ دوره پای ته رسولې ده.
  • د ټولنیز ګډون د پیاوړتیا او د پوهنې په وده او پرمختګ كې د خلكو د گډون په غرض د ښوونځیو ۸۵۰۰ شوراګانی جوړې شوې او ۴۵۰۰ ښوونځي د سیمی د خلکو په فعاله مرسته او ونډه اخيستلو سره جوړ شوي دي.
  • د امنیتي ستونزو له امله تړل شويو ښوونځيو څخه، ۲۲۰ ښوونځي په۱۳۸۸ کال کې بیرته پرانیستل شوي، چې ۲۰۰۰۰۰ تنه زده کوونکي پکی په زده کړو بوخت دي.
  • اداري اصلاحات او انکشاف دوام لري او له امله يې په اداره، څارنه او ارزونه پوری اړونده مسلې پیاوړې شوې دي. په ټولو ادارو او ښوونځيو كې د اصلاحاتو د رامنځ ته كولو او د ښوونكو په ګډون د پوهنې وزارت د ټولو منسوبينو په تنخواګانو کې د لازم زياتوالي د راوستلو په غرض د رتبو او تنخواګانو د نوی سیستم پلي كول په چټكۍ سره جريان لري او تر اوسه پوری ۷۰۰۰۰ تنه ښوونكي ورڅخه مستفید شویدي.
  • څه د پاسه ۶۳۰۰۰ محصلين د لوړو زده کړو په کابو ۲۴ پوهنتونو او موسسو کې لوړې زده كړې كوي.

د پنځو راتلونکو کلونو لپاره پلان

د پوهنې په سیستم کې د موجوده ستونزو د حل کولو او د ملګرو ملتونو د دریمې ميلادي زریزې او ټولو لپاره د ښوونې او روزنې پرمختايي موخو ته د رسيدلو لپاره، د پوهنې وزارت په ستراتيژيك پلان كې ټاكل شوي هدفونه په لاندې ډول دي.

عمومي او اسلامي  زده كړې
د هلكانو او نجونو لپاره په اساسي زده كړو كې د شموليت كچه به له ۶۵% او ۴۰% څخه په ترتيب سره ۷۵% او ۶۰% ته زياتوالى ومومي او لس ميليونه ماشومان چې په سلو كې دوه څلويښت به يې نجونې وي، د ځانكړو اړتياوو لرونكو ماشومانو په ګډون په عمومي ښوونځيو كې شامل شي.
د عمومي ښوونځيو شمېر به ۱۶۵۰۰ ښوونځيو او د ښوونكو شمېر چې ۴۲سلنه به يې ښځې وي ۲۸۰۰۰۰ تنو ته ورسيږي.
د اسلامي زده كړو په مدرسو كې شموليت به ۲۰۰۰۰۰ تنو ته زيات شي، چې ۴۲سلنه به يې نجونې وي، د اسلامي زده كړو د جوړشويو موسسو شمېر به ۱۰۰۰ او د مدرسينو شمېر به يې ۸۰۰۰ تنو ته لوړ شي.
د لوړو زده كړو په موسسو كې د محصلانو شمير به ۱۱۵۰۰۰ تنو ته چې ۳۵ سلنه به يې ښځې وي زيات شي.

د نصاب برابرول او د ښوونكي روزنه
درسي نصاب به د هيواد له ورځنيو انكشافي اړتياوو سره سم برابر شي.
د عمومي او اسلامي زده كړو د ښوونځيو ټول زده كوونكي او ښوونكي به كيفيت لرونكي درسي او د ښوونكي لارښوود كتابونه تر لاسه كړي. څه د پاسه ۲۱۰ ميليونه درسي كتابونه او د ښوونكي لارښود کتابونه به چاپ او د ښوونځيو په واك كې به وركړل شي او په سلو كې څلويښت ښوونځي به د ساينس او معلوماتي تكنالوژۍ په لابراتوارونو سمبال شي.                                                                                                                                                                       
لږ تر لږه په سلوكې اتيا ښوونكي به د لياقت ازموينه بشپړه كړي، په بېلابېلو څانګو كې به څوارلسم ټولګي ته د ۶۰۰۰۰ شپيته زره تنه موجودو ښوونكو تعليمي سطحه او وړتيا لوړه او د هغو ولسواليو چي تجربه لروونكو ښوونكو ته زياته اړتيا لري، د دوولسمو ټولګيو۵۰۰۰۰ تنه فارغان چې په سلو كې ۴۵ تنه به يې ښځې وي، د ښوونكي روزنې په مركزونو كي شامل او د ښوونكو په توګه به وروزل شي. د ښوونكي روزنې موجود ۴۲ مركزونه (دارالمعلمینونه) به پياوړي او د ولسواليو په كچه به د ښوونكي روزنې د حمايوي مركزونو شمېر۳۶۴ ته لوړ شي.

تخنيكي او مسلكي زده كړې
د تخنيكي او مسلكي ښوونځيو لسم ټولګي ته شموليت به د نهمو ټولګيو له فارغانو څخه په سلو كى نهو ته زيات شي. د زده كوونكو شمېر به ۱۵۰۰۰۰ تنو ته ورسيږي چې ديرش سلنه به يې نجونې وي او د ښوونځيو شمېر به يې ۵۰۸ ته لوړ شي. سربيره پر دې ۵۰۰۰۰۰ تنو ته به د شهيدانو، معلولينو، كار او ټولنيزو چارو وزارت له خوا حرفوي زده كړي وركړل شي.

د ليك لوست زده كړه
د ليك لوست زده كړې كچه به له ۲۶سلنې(۳۹سلنه نارينه،۱۲سلنه ښځينه)څخه ۴۸سلنې ته لوړه شي چې ۵۴ سلنه به يې نارينه او ۴۳سلنه به يې ښځې وي. ۳.۶ميليونه لوى عمره كسانو ته چې په سلو كې۶۰ به يې ښځينه وي، د ليك لوست زده كړي كورسونه جوړ او درسي نصاب به د خلكو اړتياوو ته په كتو سره داسې تدوين او ترتيب شي چې په پلي كولو سره به يې د ژوندانه مهارتونه زده كړاى شي.
څه د پاسه ۲۰۰۰۰ ملا امامان به د ليك لوست زده كړي د ښوونكو په توګه وروزل شي ترڅو په كليو او بانډو كې د سواد زده كړې په رواجولو كې ونډه واخلي.  

د پوهنې اداره
لږ تر لږه په سلو كې۷۵ د عمومي او اسلامي زده كړو ښوونځي او د ښوونكي روزنې مركزونه او په سلوكې سل د تخنيكي او مسلكي زده كړو ښوونځي، پوهنتونونه او د پوهنې اداري دفترونه به ودانۍ او نور تجهيزات ولري.
د كاركوونكو استخدامول به د لياقت او د رتبو او تنخواګانو د نوي سيستم په اساس تر سره شي چې كلنۍ روزنيزه لوړتيا او ارزونه به پكې شامله وي.
د مالي او اداري چارو يو ښه سيستم به د مالي څارنې د ښه والي په مقصد د مركز او ولايتونو په كچه جوړ شي.
د څارنې او ارزونې سيستم به پياوړى، له معلوماتي تكنالوژۍ څخه په استفادې سره به د ولايتونو كچې ته پراخه او  په دې توګه به په آګاهانه او گټورو تصميم نيونو كې مرسته وكړي.
د تدريس، زده كړې او د پوهنې سيستم د اداره كولو او تقويې په مقصد به له معلوماتي تكنالوژۍ څخه استفاده رواج ومومي او ښوونكو ته به د كمپيوتر زده كړې اسانتياوې برابرې شي.

د ۱۳۹۹هجري لمريز يا ۲۰۲۰زيږديزكال لپاره د پوهنې هدفونه

د افغانستان له اساسي قانون، د ملګرو ملتونو د دريمې ميلادي زريزې له پرمختيايي هدفونو يا (MDG) او د ټولو لپاره د ښوونى او روزنې(EFA) له ټاكل شويو موخو سره سم، د پوهنې وزارت ژمن دى چې تر ۱۳۹۹ كال پورې به د ښوونځي عمر لرونكي ټول ماشومان خپلې لومړنۍ زده كړې بشپړې كړي.
 
په لنډ ډول د پوهنې وزارت د لاندې هدفونو تر لاسه كول په پام كې لري:

  • د هلكانو او نجونو لپاره په لومړنيو ښوونځيو كې خالص شموليت به په سلو كې ۹۸ ته ورسيږي او د ۵.۶ مليونه نجونو په ګډون ۱۴ مليونه زده كوونكو ته به په ۲۲۰۰۰ ښوونځيو كې د ۴۸۶۰۰۰  تنه ښوونكو لخوا، چې په سلوكې پنځوس به يې ښځې وي، زده كړې وركړل شي.
  • د اسلامي زده كړو د زده كوونكو شمېر به ۴۷۰۰۰۰ تنو ته ورسيږي چې په ۱۲۰۰ ديني مدرسو كې به د ۱۴۰۰۰ مدرسينو لخوا زده كړې وركول كيږې.
  • د درسي نصاب د برابرولو لپاره به يو ملي انسټيټيوت جوړ او  هركال به د تعليمي كال له پيل څخه وړاندې زده كوونكو ته د درسي كتابونو بشپړ سيټ وويشل شي.
  • په سلو كې څه ناڅه ۹۵ ښوونكي به د لياقت آزموينه وركړي او ټول ښوونكي به لږ تر لږه د څوارلسم ټولكي د فراغت سویه ولري.
  • د تخنيكي او مسلكي زده كړو د ښوونځيو ظرفيتونه به داسې لوړ شي چې د اساسي زده كړو په سلوكې لږ تر لږه ۱۲ فارغان جذب كړاى شي. ۳۲۰۰۰۰ تنه زده كوونكي به د ۲۳۰۰۰ تنه متخصصو مسلكي ښوونكو لخوا په ۶۰۵ تخنيكي او مسلكي ښوونځيو كې په زده كړه بوخت شي او هر كال به ۲۰۰۰۰۰ لوى عمره كسان په لنډ مهاله مسلكي او حرفوي كورسونو كې وروزل شي.
  • د لوړو زده كړو موسسې به داسې عيارې شي چې د اړتياوو په پام كې نيولو سره په بيلا بېلو برخو كې متخصصين تربيه او ټولنې ته يې وړاندې كړي او په ټوليزه توګه ۲۳۰۰۰۰ محصلان به تر ۱۳۹۹ هجري لمريزكال پورې د لوړو زده كړو په موسسوكې په زده كړو بوخت شي.
  • د ليك لوست زده كړې ملي كچه به په سلو كې ۷۵ ته لوړه شي. هر كال به يو ميليون نالوستي كسان چې په سلو كې ۶۰ به يې ښځي وي، د ليك لوست زده كړې په ۴۰۰۰۰ كورسونو كې د ۲۰۰۰۰ تنه ښوونكو لخوا وروزل شي او په ۱۳۹۹كال كې به د هغو هېوادوالو شمېر چې د سواد زده كړې  تر لاسه كوي، ۸ ميليونو ته ورسيږي.
  • په سلو كې سل ښوونځي او پوهنتونونه به د استفادې وړ ودانۍ او مناسب درسي چاپيريال ولري.
  • ښوونيز او روزنيز سيستم به زيات انډوليز وي، منطقوي او جنسيتي توپيرونه به د اړتياوو په پام كې نيولو سره په ولايتونو كې د تخصيص او بودجې د څارنې د سيستم نه په ګټې اخيستنې سره زيات كمښت و مومي.
  • د څارنې او ارزونې يو فعال سيستم به رامنځ ته او په ټولو برخو كې به تصميمونه د دقيقو شمېرو او ارقامو په اساس ونيول شي.
  • درسي مواد او د هغو د رسولو لارې چارې به د هېواد له پرمختيايي لومړيتوبونو سره سمې عيارې شي.