په پکتيا ولايت کې د ښوونځيو زده کوونکو ته د درسي توکو وېش لړۍ پيل شوه
د پکتيا ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي عبدالقيوم فاروقي، دیاد ولايت د ښار او ولسواليو د ښوونځيو د زده کوونکو لپاره د تدريسي موادو او وسايلو د مرستې په اړه وويل، چې په دغو توکو کې د ښوونځيو د کتابتونونو لپاره ۷۰ بستې د رياضي درسي توکي، ۹۰ بستې اداري توکي او د کتابتونونو لپاره ۹۰ پایې المارۍ شاملې دي.
د يادونې وړ ده، چې دغه مرستې د يو مرستندویه بنسټ له خوا ترسره شوې دي.
شد پوهنې رئيس د دغو مرستو پر دوام ټينګار وکړ.