په لوګر ولایت کې د پوهنې لپاره نیم جرېب ځمکه وقف شوه
د لوګر ولايت خروار ولسوالۍ اړوند د چرخي کلي اوسېدونکي نورمحمد په یاد کلي کې د سادات لېسې د ودانۍ لپاره چې د ١٣٠٣ تعليمي کال په پيل کې جوړه شوې وه، د ۴۰۰ زره افغانيو په ارزښت نيم جرېب کرنيزه ځمکه وقف کړه.
د پوهنې وزارت مشرتابه په لوګر ولایت کې د یاد معارف دوست هېوادوال د دغه نېک اقدام ستاینه کوي.