یو ځل بیا له پوهنیز نظام سره د میدان وردګ ولایت اوسېدونکو مرسته وکړه

media-moe
شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۱۲:۴۹
sdfgh
د میدان وردګ ولایت د جلریز ولسوالۍ علم پروره ولسونو د یادې ولسوالۍ له ښوونځیو سره د خپلو مرستو په ترڅ کې، د مامکي لومړني ښوونځي بیارغونې لپاره د ۱۱۳ زره ۹۳۰ افغانیو په لګښت سره خپل دیني او ملي مسئولیت اداء کړ.
د پوهنې وزارت رهبري د هېواد د خلکو مرستې په جدي توګه تعقیبوي او له ښوونیز نظام سره د پرله پسې مرستو له امله د افغانستان له علم دوست ملت څخه مننه او قدرداني کوي.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۱۳:۳۳
Background image

فراه ولایت کې څه د پاسه ۵۹۰ زره افغانیو په لګښت د یو ښوونځي بیارغونې چارې بشپړې شوې

د فراه ولایت د پوهنې ریاست مسئولینو په وینا، د پوهنې وزارت له بودیجې څخه د ۵۹۱ زره ۶۲۹ افغانیو په لګښت، د یاد ولایت مرکز اړوند د کاریز سوخته ښوونځي بیارغونې چارې چې پخوا پیل شوې وې،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۱۳:۳۱
Background image

د کابل ښار ښوونځيو فوټسال لوبډلو ترمنځ د سیالیو پایلې اعلان شوې

څه موده وړاندې د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو رياست له لوري د خزاني ټورنمنټ په چوکاټ کې، د کابل ښار ښوونځيو د سپورټي لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ په لاره واچول شوې، چې اوس یې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۱۳:۲۹
Background image

په میدان وردګ ولایت کې عامو ولسونو د ۳۵ زره افغانیو په لګښت له پوهنیز نظام سره مرسته کړې

د ميدان وردګ ولایت د پوهنې رياست په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې ولايت سيداباد ولسوالۍ اړوند د انخي، باغک او امام محمد (رحمه الله) ښوونځیو سره د ځايي خلکو له لوري د ٣٥زره افغانيو په اندازه. . .

BACK TO NEWS