د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس په یو رسمي سفر لوګر ولایت ته ولاړ

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۹ - ۹:۳۶
شسثقفغ
د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس الحاج مولوي شهاب الدین «ثاقب» په مشرۍ يلاوی، په داسې حال کې چې د یاد وزارت د ودانیو او ملکیتونو د ساتنې او مراقبت رئیس مولوي سمیع الحق حماس یې هم ملتیا کوله، لوګر ولایت ته ورسېد.
ټاکل شوې چې دغه پلاوی د یاد ولایت له چارواکو او علماء کرامو سره د یو شمېر ښوونځیشو د غصب شویو ځمکو په اړه د ناستو ترڅنګ، د پوهنې اړوندو ملکیتونو په اړه چې په دغه ولایت کې تر عدلي تعقیب لاندې دي، د ستونزو د حل په موخه مشورتي غونډه وکړي.
د لوګر ولایت پوهنې رئیس الحاج عبدالرحمن حمیدي پلاوي ته د ښه راغلاست پرمهال ژمنه وکړه، چې یاد ولایت ته به د دغه پلاوي د سفر د آجنډا په پلي کولو کې هر اړخیزه همکاري کوي.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۱۳:۳۳
Background image

فراه ولایت کې څه د پاسه ۵۹۰ زره افغانیو په لګښت د یو ښوونځي بیارغونې چارې بشپړې شوې

د فراه ولایت د پوهنې ریاست مسئولینو په وینا، د پوهنې وزارت له بودیجې څخه د ۵۹۱ زره ۶۲۹ افغانیو په لګښت، د یاد ولایت مرکز اړوند د کاریز سوخته ښوونځي بیارغونې چارې چې پخوا پیل شوې وې،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۱۳:۳۱
Background image

د کابل ښار ښوونځيو فوټسال لوبډلو ترمنځ د سیالیو پایلې اعلان شوې

څه موده وړاندې د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو رياست له لوري د خزاني ټورنمنټ په چوکاټ کې، د کابل ښار ښوونځيو د سپورټي لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ په لاره واچول شوې، چې اوس یې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۱۳:۲۹
Background image

په میدان وردګ ولایت کې عامو ولسونو د ۳۵ زره افغانیو په لګښت له پوهنیز نظام سره مرسته کړې

د ميدان وردګ ولایت د پوهنې رياست په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې ولايت سيداباد ولسوالۍ اړوند د انخي، باغک او امام محمد (رحمه الله) ښوونځیو سره د ځايي خلکو له لوري د ٣٥زره افغانيو په اندازه. . .

BACK TO NEWS