تر ښوونځۍ مخکې زده کړو 25 ښځينه ښوونکې ګمارل کيږي
نن په همدې موخه د زابل د پوهنې رياست له لوري له 55 ښځينه ښوونکې ازموينه واخيستل شوه ترڅو له جملې څخه يې 25تنې وګمارل شي.
تر ښوونځيو مخکې زده کړې هم ديونيسف همکاري مؤسسې په چوکاټ کې ترسره کيږي او هغه ماشومان جذبوي چې لا يې عمرونه د ښوونځي معيار ته نه وي رسيدلي.
د پوهنې رياست مسوولين وايي کوښښ کوي چې سږکال د پوهنې د خدماتو برخه کې ډيرې لاس ته را وړنې ولري ترڅو خپلو ټاکلو موخو ته رسيدلي وي.
دوی وايي هغه ښوونکې به په دنده وګمارل شي چې د ازموينې پارچه يې ښه حل کړې وې.
دوی په ټينګار وويل څوک چې دې ازموينه کې بريالی کيږي اړينه ده خپله دنده په ښه شان مخ ته يو سي.