دننګرهار ولایت په تودو سیمو کې دښوونځیو کلنۍ ازموینې پېل شوې

media-moe
پنجشنبه ۱۳۹۸/۳/۲ - ۱۱:۳۸

دازموینو دپېل په مراسمو کې چې د جلال اباد ښار په بي بي زینب لېسه کې جوړ شوي وه د پوهنې ریس حسیب الله شینواري په خپلو خبرو کې لومړی زده کوونکو او ښوونکو ته د یو ښوونیز کال د پای ته رسیدو له امله مبارکي وویله او هیله یې وکړه چې ازموینې به د صمیمیت په فضا کې تیرې شي .
دپوهنې ریس ښوونکي او امنیتي ځواکونه د هیواد رښتیني بچیان یاد کړل ویې ویل امنیتي ځواکونه په خورا مېړانه او سرښندنه د هیواد ملي او اسلامي ارزښتونو ساتنه کوي او ښوونکي ددې وطن نسل له تیارو راوباسي او ټولنې ته یې د یو سالم او په کار پوه انسان په توګه د خدمت لپاره وړاندې کوي.
دپوهنې ریس ښوونکو ته په خطاب کې وویل ازموینه نه یوازې داچې د زده کوونکو د پوهې کچه معلوموي بلکې دښوونکو لپاره یوه ارزونه هم ده او ښوونکي باید له هرې ازموینې وروسته د ځان ارزونه وکړي چې څومره په خپلو درسي پلانونو او زده کوونکو ته دپوهې او تجربو په لیږد کې بریالي او یا پاتې راغلي دي. هغه همدا راز د دولسمو ټولګیو نجونو زده کوونکو ته په خطاب کې وویل تاسو باید ددولسم ټولګي په فراغت بسنه ونکړئ، بلکې اوسمهال په افغانستان کې د لوړو زده کړو ترسره کولو لپاره ګڼې اسانتیاوې رامنځته شوي او نجونې باید له دې اسانتیاوو ګټه پورته کړي.
هغه همدا راز وویل افغانستان دا مهال لوستو میرمنو ته په بېلابېلو برخوکې اړتیا لري او څومره چې نجونې خپلې لوړې زده کړې تر سره کوي په هماغه کچه ورته د خدمت کولو زمینې هم برابریږي.
حسیب الله شینواري وویل سږ کال د ننګرهار ولایت دتودو سیموېه (۶۲۳) بابه ښوونځیو کې کلنې ازموینه تر سره کیږي چې پکې د(۲۰۸۴۹۲) تنو نجونوپه ګډون (۵۷۷۹۷۷) تنه زده کوونکي برخه لري او ددغو زده کوونکو دازموینې بهیر د (۱۶۳۳) تنو میرمنو په ګډون د (۱۱۲۰۰) تنو ښوونکو له لورې پر مخ بیول کیږي.
ټاکل شوې چې دا ازموینې د روانې جوزا میاشتې پر نولسمه نیټه پاې ته ورسیږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۳/۲۸ - ۱۰:۸
Background image

د هرات ولایت نه وروسته اوس د غور ولایت ښوونکو هم خپل کاري اعتصاب پاي ته ورساوه.

پوهني وزارت- کابل: د پوهني وزارت مشرتابه استازو د خپل سفر په ترڅ کي د غور ولایت ښوونکو خپل کاري اعتصاب پاي ته ورساوه.

د غور ولایت اعتصاب کوونکو ښوونکو یو شمیر استازو وعده ورکړه ترڅو د. . .

دوشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۷ - ۹:۴۰
Background image

د پوهنې وزیر ډاکتر بلخي مشرانو جرګي ته د ښوونې او روزنې وروستني حالات وړاندي کړل

پوهنې وزارت- کابل: د پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د مشرانو جرګي عمومي غونډیي ته د ښوونې او روزنې په برخه کي د هیواد وروستني حالات وړاندي کړل.

د پوهنې وزیر داکتر بلخي د مشرانو جرګي. . .

شنبه ۱۳۹۸/۳/۲۵ - ۲۲:۱۸
Background image

د پوهنې وزارت مشرتابه د کابل ښار لامعه شهید نجونو عالي لیسي څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت- کابل: د پوهنې وزارت مشرتابه د کابل ښار لامعه شهید نجونو عالي لیسي څخه لیدنه وکړه او د مختلو ټولګیو زده کوونکو ته د ښووني او روزني مقام په باره کي معلومات ورکړل او له هغو. . .

BACK TO NEWS