دپکتیا پوهنې ریاست سره دهمکارۍ تړون لاسلیک شو

atayee
چهارشنبه ۱۳۹۷/۱۲/۸ - ۱۲:۴۳
moe

د پکتیا پوهنې ریاست او پاملرنې موسسې تر منځ د ۲۴۰۰۰ ډالرو په ارزښت د ښوونځيو د انکشافي پلان یا (SIP) په چوکاټ کې د همکارۍ تړون لاسلیک شو.
د یاد ولایت د پوهنې رییس استاد کوچي څاځي د تړون د لاسلیک پر مهال وویل: ددې تړون له مخې به پاملرنه مؤسسه د مرکز اړوند له نهو بیلابیلو هغو ښوونځیو سره چې د دوی ځينې ټولګي ورسره کلسټر دي مرسته او همکاري وکړي. په دغه یوه کلن تړون کې به یاده مؤسسه ددې ښوونځیو لپاره قرطاسیه، ورزشي لوبغالي او د اړتیا له مخې د اضافه اطاقونو جوړول او ځینې نورې مرستې کوي.
د پکتیا پوهنې رئیس د پاملرنې مؤسسې څخه په مننې سره هیله وښوده، چې نورې مرستندویه موسسې به هم زمونږ له سپیڅلي کاروان سره مرسته وکړي
د یادولو وړ ده، چې د پاملرنې یا CARE نړیواله مؤسسه له ډیرې مودې راهیسې د پکتیا د پوهنې په برخه کې همکاري کوي.
درنښت
د اړیکو او عامه پوهاوي ریاست

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۸/۱/۴ - ۱۳:۴۱
Background image

میدان وردک کې د زنګ په کړنګولو سره نوي تعلیمي کال پیل شو

په میدان وردک ولایت کې ۱۳۹۸ پوهنیز کال  د دولتي چارواکو، دیني عالمانو او قومي مخورو لخوا د ښوونځي زنګ په وهلو سره رسمآ پیل شو...

یکشنبه ۱۳۹۸/۱/۴ - ۱۲:۴۱
Background image

د ننګرهار ولایت په هغه ښوونځي کې د سړو سیمو د تعلیمي کال د پیل زنګ وکړنګول شو، چې تېر درې کاله د داعیش مرکز و!

​​​​​​​د ننګرهار په سړو سیمو کې د نوي ښوونیز کال د پیل او زنګ وهلو مراسم ددې ولایت د هسکی مېنې ولسوالۍ اړوند د پاپین سیمې د پاپین په لېسه کې د یولړ مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شو ...

یکشنبه ۱۳۹۸/۱/۴ - ۱۱:۲۷
Background image

په  خوست کې نوي پوهنیز کال په شاندارو مراسمو سره ونمانځل شو

په خوست ولایت کې ۱۳۹۸ پوهنیز کال د ولایت والي ښاغلي محمد حلیم فدايي،د اجراییه ریاست سلاکار ښاغلي غازي نواز ټني او پوهنې رییس نصیر احمد روشان له خوا د ښوونځي زنګ په وهلو سره رسمآ پیل شو.. . .

BACK TO NEWS