د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې د معین په مشري تللي پلاوي د هیواد د لویدیځو ولایاتو له تعلیمي بهیر څخه لیدنه وکړه
د پوهنې وزارت د ښووني او روزنې د معین الحاج مولوي سخاءالله سعید په مشري تللي پلاوي د هیواد د لویدیځو ولایاتو(هرات،فراه،نیمروز ) او همدارنګه جنوبي ولایت هلمند څخه لیدنه وکړه.
پلاوی لومړی د هرات ولایت ته لاړ، هلته یې د یاد ولایت له والي، دپوهنې له رئیس، مرکزي آمرینو، دولسوالیو د پوهنې له آمرینو، د نظارت له آمرینو، علماء کرامو او د خصوصي دارالمعلمینونو د اتحادیې له مسئولینو سره ولیدل، دهغوی وړاندیزونه، مشورې او غوښتنې یې له نږدې واورېدلې او د شته ستونزو د حل په برخه کې یې د همکاري ژمنه وکړه.
د هیئت غړو د هرات ولایت د پوهنې ریاست مسئولینو، مرکزي آمرینو او د ولسوالیو د پوهنې او نظارت آمرینو ته د پوهنې وزارت د تشکیل، سلسله مراتبو، پلان، د مدیریت د اصولو، لایحه وظایف او ځینو نورو اړینو موضوعاتو په اړه سیمینار دایر کړ او د سیمینار له ګډون والو سره یې خپل ارزښتناک معلومات شریک کړل.
هیئت همدارنګه د یاد ولایت له جهادي مدرسې، دارالعلوم غیاثیه، غیاث الدین غوري لېسې، دارالایتام او ځینو نورو تعلیمي مراکزو څخه هم لیدنه وکړه.
وروسته هیئت د فراه، نیمروز او هلمند ولایتونو ته تشریف یووړ، د هرات ولایت په څير یې هلته هم د اړوندو ریاستونو په سطحه د پوهنې ریاست د مسئولینو او کارمندانو د ظرفیت د لوړولو سیمینارونه دایر کړل، د یادو ولایاتو له تعلیمي مسئولینو او علماوو سره یې ولیدل، دهغوی وړاندیزونه او مشورې یې له نږدې واورېدلې او هم یې له تعلیمي مراکزو څخه لیدنه وکړه.