د اسلامي امارت د پوهنې وزارت یو کلنو فعالیتونو او لاس ته راوړنو ته لنډه کتنه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۱۲
jhgfd

د پوهنې وزارت د هیواد له مهمو او کلیدي وزارتونو څخه ګڼل کېږي، چې د هیواد  ټول ښوونیز او روزنیز نظام  د  همدې  وزارت  تر اشراف  او سرپرستي لاندې سنبالېږي.
د یاد وزارت په تشکیل کې څلورمعینیتونه( ښوونه او روزنه، اسلامي تعلیمات، سرچینې او اداره او تضمین کیفیت)،۳۲ مرکزي او د کابل ښار د پوهنې ریاست په شمول ۳۵ ولایتي ریاستونه شامل دي. یاد وزارت په ټولیزه توګه دوه لکه نهه اتیا زره دوه سوه (۲۸۹۲۰۰)تنه پرسونل لري، چې د تیر تشکیل په پرتله پکې پنځلس زره یوسلو اوه اویا( ۱۵۱۷۷) بستونه اضافه کړای شویدي. 
د یاد وزارت تر اشراف لاندې دا مهال په هیواد مجموعًا اولس زره اوه سوه اتیا( ۱۷۷۸۰ ) بابه  ښوونځي چې پنځلس زره دره اتیا( ۱۵۰۸۳) یې دولتي او دوه زره شپږ سوه اوه نیوي(۲۶۹۷ )یې خصوصي دي، فعالیت لري. د ټولو ښوونځیو د زده کوونکو شمیرڅه د پاسه لس(۱۰) میلیونه تنو ته رسېږي، چې شپږ میلیونه یې نارینه او څلورمیلیونه یې ښځينه دي. د هیواد د ښوونځیو د ښوونکو ټول شمیر دوه لکه دو څلویښت زره (۲۴۲۰۰۰) تنو ته رسیږي، چې دو نیوي زره( ۹۲۰۰۰) یې ښځینه ښوونکي دي او یاد ښځینه ښوونکي د ټولو ښوونکو (۳۸)سلنه جوړوي. له لومړي نه تر شپږم ټولګي پورې دوه اعشاریه اوه میلیونه(۲،۷) نجونې ښوونځيو ته ځي. د هیواد په مرکز او ولایاتو کې (۱۱۲۳) بابه  مدارس او د اسلامي تعلیماتو مراکز فعالیت لري، چې د هغو له جملې څخه (۱۰۳۸) یې دولتي او پاتې(۸۵) بابه یې خصوصي دي. د ښوونکو د روزنې (۳۴۲) بابه مراکز موجود دي، چې(۲۵۹) بابه یې دولتي او پاتې(۸۳) یې خصوصي دي،چې شل زره اوه سوه اته دېرش( ۲۰۷۳۸) تنه زده کوونکي چې لس زره  اوه سوه نهه اتیا(۱۰۷۸۹ ) یې ښځینه دي، پکې زده کړې کوي. په ټول هیواد کې د سواد حیاتي ۶۸ بابه مراکز فعال دي، چې څلوروېشت زره یو سلو نیوي( ۲۴۱۹۰) تنه زده کوونکي چې څوارلس زره اوه سوه نهه (۱۴۷۰۹ ) یې ښځینه دي، پکې لیک لوست زده کوي. د سواد د زده کړې درې زره څلورسوه څلور اتیا( ۳۴۸۴ )بابه کورسونه موجود دي، چې شپږ زره اوه سوه دوه وېشت( ۶۷۲۲۲) تنه زده کوونکي پکې په لوست بوخت دي. 
اوس  غواړو چې په لنډ ډول د پوهنې وزارت  د  تیر یو کال لاس ته راوړنو او فعالیتونو ته لنډه اشاره وکړو:
 تیره یوه کلنه دوره د اسلامي امارت په تیره بیا د پوهنې وزارت لپاره له ستونزو او ننګونو څخه یوه ډکه دوره وه، افغانستان تازه له اشغال او ۴۳ کلنې جګړې څخه نجات موندلی وو، د هیواد تعلیمي سیستم که څه په تیرو شلو کلونو کې د کمیت په لحاظ لاس ته راوړنې درلودې، اما د کیفیت له پلوه یې  ډېرې ناخوالې درلودې او لري یې، چې په بشپړ ډول اصلاح کول یې په یو کال کې ممکن نه دي. په تیره یو کلنه دوره کې د پوهنې وزارت له هڅو سره، سره نړیوال خیریه بنسټونه د هیواد له تعلیمي نظام سره د پام وړ مرستې ته چمتو نه شول،که څه هم په ځیني مواردو کې ځینو بنسټونو او موسساتو په تیره بیایونسیف د پوهنې وزرات سره همکاري درلوده، چې مونږ یې مننه او ستاینه کوو، خو بیا هم د پوهنې وزارت د مشرتابه، مسئولینواو کارمندانو په نه ستړي کیدونکو هلوځلو سره  زیات کارونه سرته ورسیدل، زیات پرمختګونه وشول او وزارت زیاتې لاس ته راوړنې درلودې.
 په تیره یو کلنه دوره کې لومړی د پوهنې وزارت ټولو مرکزي او ولایتي ریاستونو ته تکړه، تجربه کار، مجاهد، هیوادپال  علماء او علمي کدرونه د رئیسانو په توګه وټاکل شول. د یادو رئیسانو زیاته برخه یې هغه کسان وو د کابل ترفتحې وړاندې کلونه،کلونه د ښوونې او روزنې دکمېسیون په چوکاټ کې فعال کدرونه پاتې شوي او زیات خدمتونه یې سرته رسولي وو.په یاده موده کې د پوهنې وزارت د اړوندو مرکزي او ولایتي آمریتونو لپاره هم اهل او وړ کسان د مسئولینو په توګه وټاکل شول. 
په تیر یوه کال کې د پوهنې  وزارت نوی تشکیل جوړ او د ریاست الوزراء دمحترم مقام له لوري منظور شو. د پوهنې وزارت په چوکاټ کې د دعوت او ارشاد،  پلان، د زده کوونکو د چارو(امور متعلمین) او بدیلو زده کړو په نامه څلور نوي ریاستونه او زیات شمیر آمریتونه او مدیریتونه ایجاد شول. د پوهنې وزارت په تشکیل کې دټولو شاملو بستونو لپاره د دندو لایحې ترتیب شوې. د پوهنې د ولایتي ریاستونو د تشکیل په جوړولو کار روان دی. د یاد وزارت د ښوونځیو، مرکزي او ولایتي ریاستونو نږدې لس زره (۱۰۰۰۰) کارکوونکو ته د هویت کارتونه توزیع شول. 
دپوهنې وزارت لپاره ۲۶میلیارده افغانۍ بودیجه منظوره شوه. د یاد  وزارت ټولو نارینه او ښځينه ښوونکو او اداري کارمندانو ته  په منظم ډول میاشت په میاشت دهیواد له داخلي عوایدو څخه د تیر یوه کال د ټولو میاشتو معاشات ورکول شول.هغو ښځینه کارمندانو چې په دندو کې یې فزیکي حضور نه درلود، هغوی ته هم په منظم ډول معاشونه او امتیازات ورکول کېدل او هیڅ ښځینه کارمنده یا ښوونکې له خپلې دندې ګوښه کړای شوې نه ده. 
د هیواد د ښوونځیو، مدارسو او دارالمعلمینونو یولک دوڅلویښت زره پنځه اتیا(۱۴۲۰۸۵) قطعې شهادتنامې چې له دې جملې څخه څلور نیوي زره اته سوه څلوروېشت (۹۴۸۲۴)قطعې یې د ښوونځیو د دولسم ټولګي شهادتنامې تشکیلوي، توزیع شوې. 
د احصائیې د ریاست له لوري په خورا کم لګښت د ۱۴۰۰ هـ ش کال د هیواد د ټولوښوونځیو، مدارسو، دارالحفاظونو، دارالعلومونو او نورو تعلیمي مرکزونو، ښوونکو او زده کوونکو دقیقه احصائیه را غونډه او د پوهنې وزارت له ویب سایټ څخه نشر شوه. خیالي ښوونځي، خیالي تعلیمي مراکز، خیالي ښوونکي او خیالي زده کوونکي تشخیص او له تشکیل څخه حذف  شول. د ۱۴۰۰ هـ .ش کال احصائیوي پروفایلونه په پښتو او دري ژبو ترتیب شول.
د هیواد د تعلیمي بهیر د نظارت او ارزیابي لپاره وخت په وخت د وزیر صاحب، معین صاحبانو او رئیسانو په شمول  هیئتونه ولایاتو ته تللي دي. د پوهنې  محترم  وزیر صاحب  په تیره یو کلنه دوره کې  د هیواد ۲۸  ولایتونو ته سفرونه کړیدي، له مختلفو لیسو، مدارسو او نورو تعلیمي مراکزوڅخه یې لیدنه کړېده. او د ولایاتو تعلیمي بهیر یې له نږدې څخه  لیدلی او ارزولی دی. د یاد وزارت د وزیر، معین او رئیسانو  په کچه د قطر،ناروي اوترکیې هیوادونو ته رسمي سفرونه ترسره کړای شویدي ترڅو د هیواد د تعلیمي نظام لپاره نړیوال ملاتړ راجذب کړای شي. 
د هیواد له ۲۵څخه په زیاتو  ولایاتو کې مرکزي جهادي مدرسې چې تقریبا د زر(۱۰۰۰) تنو زده کوونکو د ځایولو ظرفیت لري، تاسیس شوې دي. د ټولو ولایاتو په هره ولسوالي کې له ۳ څخه تر ۱۰ پورې د لومړنیو کلیوالي مدارسو جوړول تر کار لاندې دي.
 په مطبوعاتي ډګر کې یاد وزارت یوه فعاله ویب پاڼه، یوه فعاله فیسبوک پاڼه،یوه فعاله ټویټر پاڼه  او زیات شمیر د واټ ساف نشراتي ګروپونه لري. د معارف تلویزون که څه هم د تیر نظام په آخري وختونو کې د اطلاعاتو او کلتور د وزارت مربوط  ګرځول شویدی، خو زیاتره د پوهنې وزارت فعالیتونو ته انعکاس ورکوي. په دې موده کې د مختلفو مسایلو په اړه په لسګونو کنفرانسونه او غونډې دایرې شویدې. د پوهنې محترم وزیر صاحب د هیواد د پوهنې ولایتي رئیسانو ته څو ځله د ویډیويي کنفرانس په ترڅ کې هدایات کړيدي.
 یاد وزارت په هره اونۍ کې دوه مجلسونه لري، چې یو اداري مجلس دی،چې د پوهنې د وزیر صاحب تر مشرۍ لاندې د یاد وزارت د معینانو او مرکزي رئیسانو په ګډون داېرېږي، بل د رهبري مجلس دی چې د وزیر صاحب تر مشري لاندې داېرېږي، معینان، سترسلاکار او دنشراتو رئیس پکې ګډون لري. په یادو مجالسو کې د وزارت اړوندو مختلفو موضوعاتو په اړه بحث او پرېکړې کېږي اوبیا یادې پرېکړې د وزارت ټولو معینیتونو ته په تحریري دول ابلاغېږي.
 د نوي تعلیمي نصاب د چوکاټ لپاره طرحه جوړه شوېده  او په نږدې راتلونکې کې به د نصاب په جوړولو هم کار پیل شي. له لومړي ټولګي څخه تردریم  ټولګي پورې دکلیوالي مدارسو نصاب چې د کابل ترفتحې وړاندې ترتیب او د لکونو جلدونو په تیراژ چاپ شوی وو، دنصاب ریاست د مسلکي کدرونو له لوري ورباندې کره کتنه روانه ده او په نږدې راتلونکې کې به د منل شویو پیداګوژیکو معیارونو په نظر کې نیولو سره سم  سره چاپ او توزیع شي.
دښوونځیولپاره ۳۷ملیونه درسي کتابونه تر چاپ لاندې دي، چې ۱۸ میلیونه یې چاپ شویدي، زیاتره برخه یې توزیع شوېده او پاتې برخه یې د توزیع په حال کې ده، چې د میزان تر میاشتې به د پاتې ۲۱میلیونو درسي کتابونو دچاپ او انتقال پروسه هم بشپړه شي، چې له دې جملې څخه یوازې د کابل د ښار او ولسوالیو په اړوندو ښوونځیو کې ۶ میلیونه درسي کتابونه توزیع شویدي.د ساینسي مضامینو په زرګونو لارښود کتابونه،کیتونه او مرستندوی درسي مواد د هیواد په ښوونځیو کې وېشل شویدي. د اسلامي تعلیماتو دیارلس میلیونه یو اتیا زره پنځه سوه یو شپیته (۱۳۸۱۵۶۱) جلده درسي کتابونه چاپ شویدي، چې د هغو له جملې څخه دوه نیم لکه (۲۵۰۰۰۰) جلده  د هیواد په ۱۹ ولایتونو کې توزیع شویدي. د کلیوالي مدارسو لپاره د چاپ شوي نصاب په زرګونو جلده کتابونه او د سواد د زده کړې څلورلکه دودیرش زره اوه سوه دره شپیته(۴۳۲۷۶۳) جلده کتابونه، ۱۹۰ لابراتوارونه، د ریاضي ۸۵۰کیتونه، دمختلفو ساینسي مضامینو۳۴۰۰ ډوله موډلونه او د ساینسي مضامینو او ریاضي ۱۵۰۰۰ چارتونه د هیواد په مرکز او ولایتو کې په ښوونځیو کې توزیع شویدي. د هیواد په مختلفو سیمو کې د ښوونځیو او مدارسو زده کوونکو ته قرطاسیه او نور اړین درسي توکي وېشل شويدي. 
په تیره یوکلنه دوره کې د هیواد په مرکز او ولایاتو کې د ښوونکو او اداري کارمندانو (۴۵۳۰)  پنځم او شپږم بستونه اعلان ته ورکړل شویدي او داستخدام پروسه عملا پیل شوېده .اتلس زره (۱۸۰۰۰ ) خالي بستونه تشخیص شویدي، چې په نږدې راتلونکې کې به اعلان ته وسپارل شي. د ازادې سیالۍ له لارې په زرګونو ښوونکي په دندو ګمارل شویدي. د هیواد له ټولو ولایاتو څخه د ښوونکو څوارلس زره یو سلو شل (۱۴۱۲۰ )خالي بستونه راغونډ او په ډیټابیس کې ثبت کړای شویدي. څه د پاسه شپاړس زره(۱۶۰۰۰)  تدریسي او  اداري بستونه اعلان ته ورکړل شویدي او د ازادې سیالۍ له لارې ورته واجد شرایط کسان ټاکل شویدي.  په نږدې راتلونکي کې به په لسګونو زره نور خالي بستونه هم اعلان ته ورکړل شي.  د پوهنې وزارت ( ۱۴۵۳)تنه کارمندان تقاعد ته سوق کړای شویدي.
 د علماوو د اسنادو ارزیابي د ازموینې لپاره په منظم ډول نوم لیکنه روانه ده، چې تر دې مهاله څه د پاسه شل زره (۲۰۰۰۰) تنو علماوو ورته خپل نومونه ثبت کړي دي، چې د را روانې سنبلې په میاشت کې به ورڅخه ازموینه واخیستل شي. په  یاده ارزیابي کې د دولسم او څوارلسم ټولګیو اسناد د پوهنې وزارت او د شپاړسم یا لیسانس اسناد د لوړو  زده کړو  وزارت  له  لوري  ورکول کېږي.
د داخلي  پلټنې د ریاست  له لوري په سلګونو دوسیو باندې کار شویدی او کارونه یې بشپړ شویدي.
له نړیوالو بهرنیو موسساتو او خیریه بنسټونو سره په لسګونو تفاهمنامې لاسلیک شوېدي او هغوی ته د فعالیت زمینه برابره کړای شویده. له یادو  بنسټونو سره اړیکې دپخوا په پرتله زیاتې ټینګې شویدي، له سلګونو بهرنیو هیئتونو سره د وزارت، معینیت او ریاستونو په کچه ملاقاتونه شویدي، د یادو ملاقاتونو په پایله کې یونسیف د هیواد د ټولو ښوونکو د دوو میاشتو د معاش ورکړه او د ۳۷ میلیونو درسي کتابونو د چاپ او توزیع لګښتونه په غاړه اخیستي دي. د ملګرو ملتونو د مهاجرینو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) چمتوشویده، چې د هیواد هغو ښوونځیو ته چې ودانۍ نه لري، شل زره خیمې په اختیار کې ورکړي. د اکتیدموسسې او پوهنې وزارت تر منځ د ۷۰۰ بابه سیمه ایزو درسي ټولګیو او همدارنګه چټکو زده کړو دټولګیو د جوړولو تفاهمنامه لاسلیک شوېده. ځینو خیریه بنسټونو د ښوونځيو د ودانیو د جوړولو په برخه کې د مرستې ژمنې کړیدي. د هیواد په لري پرتو او محرومو سیمو کې د یونسیف په مالي مرسته، د پوهنې وزارت تر سرپرستي لاندې په زرګونو سیمه ایز درسي ټولګي(CBE) ايجاد شویدي. د ترکیې دI.H.H بنسټ چمتو شویدی چې په کابل کې د یتیمانو د ښوونې او روزنې لپاره یو ستر کمپلیکس جوړ کړي. یو ترکي خیریه بنسټ د پکتیا ولایت د دارالایتام او یو افریقايي خیریه بنسټ د کندز ولایت د دارالایتام  ټول مالي لګښتونه په غاړه اخیستي دي. ځینو هیوادونو ژمنه کړېده چې افغان زده کوونکو ته به تعلیمي سکالرشیپونه ورکوي. ځیني ښوونیز بنسټونه اراده لري، چې افغان زده کوونکو ته د انلاین یا غیر حضوري زده کړوپروګرام شروع کړي.ځيني نهادونه د ښوونکو او اداري کارمندانو د ظرفیت د لوړولو په موخه د ورکشاپونو د دایرولو طرحې لري. د یادو موضوعاتو په اړه ورسره د پوهنې وزارت د تخنیکي ټیمونو مذاکرات روان دي او په نږدې راتلونکې کې به یادې پروسې عملا پیل شي.
 د پوهنې وزارت د کارمندانو او ښوونکو د ظرفیت د لوړولو په موخه په لسګونو سیمینارونه او ورکشاپونه دایر شویدي. د بیلابیلو ولایتونو تعلیمي مسئولینو او کارمندانو ته د مالي او احصائیوي  چارو په هکله ټرینینګونه ورکړل شویدي. د هیواد د ۱۶۳۳ تنو زده کوونکو لپاره د کانکور د لارښوونې، کمپیوټر او انګریزي ژبې د زده کړې وړیا کورسونه دایر شویدي. څوارلس زره اته سوه نهه اتیا(۱۴۸۸۹ ) تنه زده کوونکي د سواد د زده کړې له پروګرام څخه فارغ شویدي. درې زره درې سوه پنځلس( ۳۳۱۵) تنو زده کوونکو ته حرفوي زده کړې ورکړل شوېدي او ۱۶۷۳ تنه زده کوونکي د سواد حیاتي او حرفوي  زده کړو له مرکزونو څخه فارغ شویدي.
 په تیره یو کلنه دوره کې د هیواد په زیاتو سیمو کې یو شمیر لومړنیو ښوونځیو منځنیو او منځنیو ښوونځیو لیسو ته ارتقاء کړیده. ۸۷۱ بابه نوي تعلیمي مراکز ایجاد شویدي.د ۱۷۴ بابه ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړې شوېدي. د ۸۴ بابه ښوونځیو د جوړولو نقشې او پلانونه ترتیب شویدي. د واش پروګرام ۱۴ پروژې بشپړې شوې او ګټه اخیستلو ته سپارل شوېدي. د پوهنې وزارت په مقر او همدارنګه د بشري سرچینو په لوی ریاست کې د دوه بابه مسجدونو د بنسټ ډبرې ایښودل شوېدي.
یومیلیون تنه زده کوونکي چې څلور سوه زره یې نجونې دي په دولتي او  یو لک اتلس زره(۱۱۸۰۰۰) زده کوونکي چې ۴۳ زره یې نجونې دي، په خصوصي ښوونځیو کې شامل شویدي. 
د هیواد په مرکز او ۱۷ ولایاتو کې زر( ۱۰۰۰ ) تنو معلولینو ته د ځانګړو زده کړو اسانتیاوې برابرې کړای شویدي، معلولو زده کوونکو ته نهه زره( ۹۰۰۰ )درسي بستې توزیع شوېدي. 
د وزارت په تشکیل کې ددعوت او ارشاد په نامه یو نوی ریاست ایجاد کړای شویدی، چې د امربالمعروف، نهی عن المنکر، سمع شکایات، د وزارت د ټولو چارو نظارت اوڅارنه او  د شرعي درسونو او اصلاحي  پروګرامونو د تنظیم  دنده په غاړه لري. یاد ریاست  تر لوی  اختر وړاندې د وزارت د مامورینو لپاره د قرآنکریم د ژباړې او د خپل ځانګړي نصاب په اساس شرعي درسونه درلودل، چې دپوهنې وزارت په مسجدکې به دوزارت ټولو کارمندانو ته تدریس کېدل. اوس مهال په اونۍ کې پنځه ورځې د وزارت کارمندانو ته د ماسپښین تر لمانځه وړاندې شرعي درسونه او اصلاحي پروګرامونه  وړاندې کوي. د یادونې وړ ده، چې د پوهنې دولایتي ریاستونو په چوکاټ کې هم د دعوت او ارشاد فعالیتونه پیل شویدي او په نږدې راتلونکې کې به د هیواد مدارسو، ښوونځیو او نورو تعلیمي مرکزونو ته هم د یاد ریاست فعالیتونه وغزول شي.
د وزارت د مخلتفو چارو د تنظیم لپاره په لسګونو طرزالعملونه جوړ شویدي او دوزارت د مقام تر منظوري وروسته عملا تطبیق شویدي. د نظارت، ارزیابي او راپور ورکولو لایحه باندې بیا کتنه شوېده، د تضمین کیفیت طرحې ته پراختیا ورکړل شوېده، د معارف په قانون  او همدارنګه په لسګونو نورو مقررو هم بیا له سره کتنه شوېده او د اړتیا په صورت کې پکې تعدیلات راوستل شویدي. ډول ډول رهنمودونه ترتیب شوي او اړوندو اداراتو ته استول شویدي. د ښوونځیو د ښوونکو او زده کوونکو د یونیفورم طرزالعمل ترتیب شویدی. د انلاین یا غیر حضوري  زده کړو لپاره رهنمود چمتو شویدی. د ۱۴۰۱ هـ .ش کال لپاره د هیواد، ولایاتو او ولسوالیو په سطحه عملیاتي پلان چمتو شویدی. د ۱۴۰۰ هـ ش کال د پلان د دوسیو ډیټابیس ترتیب شویدی.
د اسلامي تعلیماتو د معینیت د اړوندو تعلیمي مراکزو د آمرینو، استادانو او کارمندانو لپاره د ظرفیت د لوړونې په لسګونو سیمینارونه دایر شویدي. د هیواد په مختلفو ولایاتو کې نهه زره څلورڅلوېښت (۹۰۴۴) بابه کلیوالي مدارس تاسیس شویدي. د هیواد په ټولو ولایاتو کې دارالایتامونه ایجاد شویدي. په کابل کې د مصر د الازهر معهد په اړه د پوهنې وزارت او الازهر پوهنتون ترمنځ په ترسره شوې تفاهم نامه بیا کتنه شوېده. د اسلامي تعلیماتو کلنی پلان په ملي، ولایتي او د ولسوالیو په سطحه ترتیب شوی او ټولو مرکزي او ولایتي ریاستونو ته لېږل شویدی. د کابل  ښار اړوند د اسلامي تعلیماتو له سلګونو ښځینه ښوونکو څخه ازموینې اخیستل شوېدي او د هغوی له جملې څخه ۱۶۰ تنه یې په ازموینه کې تر بریالیتوب وروسته په مختلفو دارالعلومونو کې د استادانو په توګه ټاکل شوېدي. د اسلامي تعلیماتو د کانکور د فورمونو د توزیع له درکه اوه میلیونه افغانۍ عواید راغونډ شویدي. د اسلامي تعلیماتو د دولسم او څوارلسم ټولګیو له ۳۰۰ تنو فارغ شویو علماوو څخه ازموینه اخیستل شوېده.
والسلام

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۳ - ۱۴:۵
Background image

له ولایتونو څخه د پوهنې څو لنډ خبرونه

فاریاب

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت د څارنې او ارزونې ریاست پلاوي، د فاریاب ولایت پوهنې ریاست له مشرتابه سره وکتل.
د یاد پلاوي د سفر موخه، د دغه ولایت د پوهنې ریاست د مرکزي څانګو. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۳ - ۱۳:۴۵
Background image

له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونو ته لنډه کتنه

لوګر

د لوګر ولایت یو تن د پوهنې دوست شخصیت استاد جمشید صبوري، د یاد ولایت د مرکز اړوند ښوونځیو له ۶۰ یتیمو او بې وزله زده کوونکو سره د ښوونیزو توکو مرسته وکړه.
 نوموړي وويل، چې له یادو. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۲ - ۱۴:۱۴
Background image

له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونو لنډیز

پکتیا
د پکتيا ولايت پوهنې رئيس مولوي عبدالوکيل خالد د یاد ولايت د ښوونځيو له مسئولينو سره د ليدنې پر مهال، د پوهنې رياست د رهبرۍ د حکمونو او لارښوونو د پلي کېدو په اړه خبرې وکړې  او له. . .

BACK TO NEWS