د ترکیې د معارف بنسټ د اړوند دارالعلوم سرپرست د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو له معین سره وکتل
د ترکیې د معارف بنسټ د اړوند دارالعلوم سرپرست ښاغلي عبدالمحیط عزیزي او سرښوونکي عبدالله سمسور د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو له معین الحاج مولوي کرامت الله اخندزاده او د دارالعلومونو له رئیس مولوي عبدالقدوس سره ولیدل.
په یاده لیدنه کې لومړی د اسلامي تعلیماتو معین راغلیو میلمنو ته ښه راغلاست ووایه او بیا یې د یاد دارالعلوم ښوونیز او روزنیز خدمات وستایل.
ورپسې د دارالعلوم سرپرست خپل وړاندېزونه له معین صاحب سره شریک کړل او ویې ویل، چې یاد دارالعلوم په هر ډول شرایطو کې د افغان بچیانو ښوونې او رزونې ته ژمن دی او په دې برخه کې په پوره اخلاص سره خپل مسئولیت اداء کوي.
محترم معین صاحب له ښاغلي عزیزي څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې د پوهنې وزارت له مشرتابه سره په هم غږي به په یادو وړاندېزونه به غور کوي او اړوند اجراآت به سرته رسوي.