د خوست پوهنې ریاست اړوند د درېیم او څلورم بستونو لپاره ازموینه واخیستل شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۳۹۸/۴/۲۷ - ۱۰:۴۶
د خوست پوهنې ریاست اړوند د درېیم او څلورم بستونو لپاره ازموینه واخیستل شوه.

پوهنې وزارت_خوست: د ازموینې د شروع کیدو پر مهال پوهنې رئیس نصیر احمد روښان وویل، زموږ په شمېر ښوونځیو کې د ستونزو لامل د متحرکو او با احساسه مدیرانو نشتون دی.
ده هیله ده وښوده چې پوهنې بهیر ته د بااحساسه او مسلکي اشخاصو راتګ به دغه ستونزې تر ډېره حل کړي.
د ازموینې په صحنه کې د خوست ولایت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رئیس عبدالرازق همت په ازموینه کې د کامل شفافیت ډاډ ورکړ. ښاغلي همت، په خپلو خبرو کې وویل چې ټول کسان به په ازموینه کې د وړتیا پر اساس ټاکل کېږي او دې اصل ته دواړه ادارې ژمنې دي.
دغه ازموینه نن ورځ د ولایت مقام د غونډو په تالار کې د موظف هئیت لوري د ۲۱۲ په شرایطو برابر کسانو څخه د ۱۰ بستونو لپاره واخیستل شوه، چې بریالي لس کسان به د پوهنې ریاست اړوند په بېلابیلو ولسوالیو کې به د معارف په برخه کې دندې ترسره کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۱ - ۱۰:۹
Background image

ترکیې هیواد به ډیر ژر په جلال اباد کې د هلکانو تر څنګ دنجونو لپاره هم یوه لېسه پرانیزي

د پوهنې وزارت_ننګرهار: جلال اباد ته د ترکیې هیواد د معارف بنسټ راغلي پلاوي د بي بي حوا عالي لېسې د روان ښونیز بهیر نه د لیدنې پرمهال وویل د ترکیې هېواد د معارف بنسټ په پام کې لرې چې د. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۱ - ۱۰:۹
Background image

د لوګر د پوهنې سرپرست رئیس د پوهنې ښاري آمریت له کارکوونکو سره وکتل

د پوهنې وزارت_لوګر: د لوګر د پوهنې سرپرست رئیس نثار احمد سیدي د پل علم ښار د پوهنې ښاري آمریت له آمر او کارکوونکو سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې لومړی د پوهنې ښاري آمر او ورسره راغلو. . .

چهارشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۰ - ۲۱:۵
Background image

پوهنې وزیر د بدخشان یمګان ولسوالۍ د ښوونې او روزنې ستونزو پر حل ژمنه ورکړه.

پوهنې وزارت- کابل: پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د بدخشان یمګان ولسوالۍ له یو شمیر ځوانانو سره په لیدنه کې د یادې ولسوالۍ د ښوونې او روزنې ستونزو پر حل او څار ژمنه ورکړه.

دا لیدنه. . .

BACK TO NEWS