د لغمان اړوندو ښوونځيو کې د سولې په نوم نیالګي کېنول کېږي
د لغمان ولایت په ګڼ شمېر ښوونځيو کې د سولې تر عنوان لاندې د نیالګیو کېنولو لړۍ پیل شوه. ددغه کمپاین په ترڅ کې به د لغمان د مرکز او ولسوالیو په ښوونځيو کې شاوخوا ۸ زره مثمر او غیر مثمر نیالګي کېنول شي.
ددې ترڅنګ د لغمان ښاروالۍ لخوا له شپږو ښوونځيو سره د بېلابېلو توکو مرسته هم وشوه.
په دغه مرسته کې بېلابېل ۱۲ قلمه توکي شامل دي، چې د ښوونځيو د پاکۍ او سرسبزۍ په برخه کې به ګټه ترې واخیستل شي.
د یاد ولایت د پوهنې رییس عبدالله حمیدي د ښاروالۍ له یادې مرستې مننه وکړه او هغه یې د ښوونځيو د چاپېریال د پاکوالۍ او زرغونېدو په برخه کې مهه وبلله.
د لغمان ښاروال انجنیر نظیف الله الکوزي بیا د خپلو خبرو په ترڅ کې د ورته مرستو ترڅنګ ژمنه وکړه، چې ددې ولایت د ښوونځيو د چاپېریال د سمسورتیا لپاره به جدي هلې ځلې وکړي.
لغمان والي ښاغلي محمد آصف ننګ هم د ښوونځيو د چاپېریال پاکوالی د مناسب درسي چاپېریال د رامنځ ته کېدو په برخه کې یوه اړینه چاره وبلله او ټینګار یې وکړ، چې ټول ښوونکي او زده کوونکي باید په دې برخه کې ګډه همکاري وکړي. ښاغلي ننګ د یاد ولایت په روښان لېسه کې د یو نیالګي په کېنولو سره د سولې تر عنوان لاندې د نیالګیو کېنولو کمپاین هم پیل کړ.