د لوګر د پوهنې په ریاست کې د راتلونکي ۱۴۰۱ کال د بودیجې پلان جوړونې غونډه جوړه شوه
د لوګر ولایت د پوهنې ریاست د راتلونکي نوي ۱۴۰۱ هجري لمریز کال لپاره د خپلې بودیجې د پلان جوړولو غونډه جوړه کړه.
دغه غونډه د پوهنې رئیس ښاغلي مولوي جنت ګل عزیز په مشرۍ جوړه شوې وه، چې د دغه ریاست مرستیالانو، عمومي مدیرانو، د مرکز او ولسوالیو د پوهنې آمرانو په کې برخه اخیستې وه.
په دې غونډه کې د یاد کال د بودیجې پلان پر جوړولو هراړخیزې خبرې وشوې او تر هر اړخیزو مشورو وروسته یوه ګډه کاري کمېټه وټاکل شوه څو د یاد مالي کال بودیجه د ټولو اړتیاوو او لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره جوړه شي.
د یادې غونډې په پای کې پر یو لړ نورو اړینو اداري موضوعاتو هم خبرې وشوې او د پوهنې رئیس له خوا اړوندو مدیریتونو ته لازمې سپارښتنې