د لوګر ولایت د پوهنې له ریاست سره بیا ځلې د درسي توکو مرسته وشوه

د لوګر ولایت د پوهنې له ریاست سره ۷۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د ۸۰۰ اته سوه بستو درسي توکو مرسته وشوه.
یاده مرسته د یونیسف مؤسسې له لورې د لومړي ټولګي څخه تر شپږم ټولګي پورې له ۱۶ زرو زده کوونکو سره شوې ده، چې لس قلمه بېلا بېل درسي توکي په کې شامل دي، ډېر ژر به د مرکز او ولسوالیو پر زده کوونکو ووېشل شي.
د لوګر ولایت د پوهنې رئیس، ښاغلی مولوي جنت ګل عزیز د زده کوونکو لپاره دا ډول مرستې اړینې او ګټورې وبللې او د یادې مؤسسې څخه یې دوام غوښتنه وکړه.
د یادونې وړ ده چې: یونیسف مؤسسې تېره پنجشنبه هم د لوګر ولایت د پوهنې ریاست سره د ۲۳ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د ۲۷۱ بستو درسي توکو مرسته کړې وه.