د لوګر په بره کي برک ولسوالۍ کې یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

د پوهنې وزارت، لوګر: د لوګر د بره کي برک ولسوالۍ د حاجي جمعه خان کوچي لومړني ښوونځي نوې جوړه شوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د یاد ښوونځي د ودانۍ په پرانیست غونډه کې د پوهنې ریاست د استازو تر څنګ یو شمېر دیني عالمانو او د زده کوونکو د کورنیو غړو برخه اخیستې وه.
دغه ښوونځۍ د اقراء پروژې او د ولسي تړون پروګرام له لوري جوړ شوی، چې ۶ درسي ټولګي، د اوبو څاه، ۳ تشنابونه او نورې اړینې ښوونیزې اسانتیاوې لري، چي په یوه وخت کې به ۱۵۰ تنو زده کوونکو ته د زده کړې زمینه برابره کړي.
د لوګر د پوهنې سرپرست رئیس نثار احمد سیدي د یادې ودانۍ پر جوړېدو خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې تر اوسه دغه ښوونځۍ په کرایي کور کې فعالیت کاوه.