د لوګر په ښوونځیو کې ۵۶۴ حق الزحمه ښوونکي ګومارل کېږي

atayee
چهارشنبه ۱۳۹۷/۱۲/۱۵ - ۱۴:۳
moe

د لوګر د پوهنې ریاست په خپلو ښوونځیو کې د ۵۶۴ نارینه او ښځینه حق الزحمه ښوونکو د ګومارنې لپاره ازموینه واخېسته.

د یادې ازموینې د پیل په مراسمو کې د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال، تدریسي مرستیالې مینه سادات او د پوهنې یو شمېر نورو چارواکو برخه لرله.

یاده ازموینه د پوهنې وزارت د لارښوونې له مخې واخېستل شوه، چې پایلې به یې د راتلونکې اوونۍ په پیل کې اعلان شي.

په دې ازموینه کې د ۲۹۷ میرمنو تر څنګ ۱۵۸۵ کسانو ګډون کړی وو،چې له ډلې به یې ۵۶۴ تنه د حق الزحمې ښوونکو په توګه پر دنده وګومارل شي.

د لوګر د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال د ازموینې د پیل په مراسمو کې وویل، چې دغه ښوونکي په ښوونځیو کې د ښوونکو کمښت ستونزې هوارولو په موخه استخدامیږي.

د پوهنې رئیس زیاته کړه، چې د دغو ښوونکو په ګومارلو سره به په ښوونځیو کې د ښوونکو د کموالي ستونزه تر ډېره حل شي.  

لوګر دا مهال ۲۷۴ ښوونځي لري،چې ډېری ښوونځي د کافي تشکیلاتو د کموالي له امله د ښوونکو له کمښت سره مخ دي.

په یادو ښوونځيو کې ټول ټال ۳۵۴۷ رسمي ښوونکي پر دندو بوخت دي، چې شاوخوا ۵۳۰ یې ښځینه ښوونکې دي.

د یادونې وړده،چې تېرکال هم د لوګر په ښوونځیو کې ۴۵۰ تنه حق الزحمه ښوونکي پر دندو ګومارل شوي وو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۳۹۸/۳/۲ - ۱۱:۳۸
Background image

دننګرهار ولایت په تودو سیمو کې دښوونځیو کلنۍ ازموینې پېل شوې

دازموینو دپېل په مراسمو کې چې د جلال اباد ښار په بي بي زینب لېسه کې جوړ شوي وه د پوهنې ریس حسیب الله شینواري په خپلو خبرو کې لومړی زده کوونکو او ښوونکو ته د یو ښوونیز کال د پای ته رسیدو. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۳/۲ - ۱۱:۳۸
Background image

دننګرهار ولایت په تودو سیمو کې دښوونځیو کلنۍ ازموینې پېل شوې

دازموینو دپېل په مراسمو کې چې د جلال اباد ښار په بي بي زینب لېسه کې جوړ شوي وه د پوهنې ریس حسیب الله شینواري په خپلو خبرو کې لومړی زده کوونکو او ښوونکو ته د یو ښوونیز کال د پای ته رسیدو. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۳/۲ - ۱۰:۵۷
Background image

هلمند کي کلنۍ ازمویني پیل شوې

د جوزا یا غبرګولي لومړۍ د هیواد په ګرمسیرو سیمو کي کلنۍ ازمویني اخستل کیږي چي نن یاده لړۍ د هلمند ولایت ټولو ښوونځیو کي پیل سوه.
د کلنو ازموینو د ښه څارني او شفافیت په موخه د هلمند. . .

BACK TO NEWS