د پوهنې ممتاز او نوښتګر زده کوونکي په معنوي توګه هڅول کېږي

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۵/۲۳ - ۱۴:۴۹

پوهنې وزارت_کابل: د پوهنې وزارت رهبري، ممتازو، استعداد لرونکو او نوښتګرو زده کوونکو ته د ځانګړو مننلیکونو او ستاینلیکونو په ورکولو سره، هغوی په معنوي توګه هڅوي. 
دغه پرېکړه، په هېواد کې د بریالیو زده کوونکو د استعدادونو د ودې او غوړېدو او د ښوونې او روزنې د کیفیت د ښه والي د بېلګې جوړولو په موخه تر سره شوې ده.
د پوهنې ټولو مرکزي او ولایتي ریاستونو ته لارښوونه شوې، چې په ټولو ښوونځیو کې د کلکې څارنې په ترسره کولو سره بریالي زده کوونکي وپېژني او د هغوی د وړتیاوو د ستاینې او غوړېدو په موخه یې مرکز ته را معرفي کړي. 
د پوهنې وزارت څارنیزې څانګې په ښوونځیو کې د ممتازو او استعداد لرونکو زده کوونکو د پېژندنې بهیر کې د روڼتیا رامنځته کولو په موخه؛ له دغه بهیر څخه څارنه کوي.
پوهنې وزارت له دې وړاندې په ښوونځیو کې د زده کوونکو د روحیې د کمزوري کولو د مخنیوي په موخه یو لړ اصلاحي اقدامات لکه: د سوبتیا کتاب کې د نمرو او د الفبا تورو له مخې د نومونو لیکولو، د وېښتانو قیچي کولو او له زده کوونکو سره د ناوړه چلند او تاوتریخوالي د مخنیوي په برخه کې ترسره کړي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۸/۵/۲۷ - ۱۰:۲۱
Background image

په لومړي ځل د ملکه ثریا پر ژوند یو ورځني علمي څیړنیز سیمینار جوړ شو

پوهنې وزارت_ننګرهار: د ننګرهار دپوهنې ریاست د نوښتونو په لړ کې د خپلواکۍ د سلمې کليزې په وياړ په لومړي ځل دملکه ثریا پر ژوند او کړو وړو یو ورځنی علمي څېړنیز سیمینار دجلال اباد ښار د بي. . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۵/۲۷ - ۱۰:۲۱
Background image

د ننګرهار د ۶ ښوونځيو امرین وستایل شوه 

پوهنې وزارت_ننګرهار: د ننګرهار د پوهنې ریاست دهیواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ او د پوهنې وزارت مقام د لارښوونې له مخې د ۶ لیسو امرین چې د ټاکل شویو معیارونو له مخې یې، په پوهنيز. . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۵/۲۷ - ۱۰:۲۱
Background image

د لوګر د پوهنې ریاست د غونډو تالار په اړینو وسایلو سمبال شو

پوهنې وزارت_لوګر: د لوګر ولایت د پوهنې ریاست د غونډو تالار د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ په اړتیا وړ وسایلو سمبال شو. 
یاد تالار د پوهنې ریاست پر بودجې په اړتیا وړ وسایلو سمبال. . .

BACK TO NEWS