د پوهنې وزارت خبرتیا

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۹/۱/۳ - ۱۳:۱

د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب پراختیا عمومي ریاست د خپل نوي ښوونیز نصاب او درسي موادو ته د وړتیا پر بنسټ د لیدلوري او د فعالې زده کړې پراساس پراختیا ورکوي. د نویو درسي کتابونو د بډایه کولو په موخه، د ټولو حقیقي او حکمي اشخاصو څخه په درنښت هیله کیږي ترڅو خپل اړوند کتابونه او علمي آثار په حضوري بڼه او یا د ایمیل له لاري د یاد ریاست سره شریک کړي.

پته : کابل ښار، څلورمه کارته، د سید جمال الدین د دارالمعلیمن ساحه، د ښوونیز نصاب د پراختیا عمومي ریاست

د اړیکو شمیرې: ۰۷۹۹۲۹۲۴۰۶ - ۰۷۸۰۶۳۲۴۹۱

بریښنالیک: curriculum@moe.gov.af

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۲/۱ - ۱۲:۴
Background image

د غزني ولایت پوهنې بنسټونو لپاره ځمکه وقف شوه

د غزني ولایت ګیلان ولسوالۍ اړوند د «اغوجان» کلي څو تنو اوسېدونکو، په یاده ولسوالۍ کې د نورالمدارس مدرسې او ګیلان دارالحفاظ لپاره، خپله ۲ جرېبه ځمکه د یاد ولایت پوهنې ریاست ته وقف کړه.

. . .
شنبه ۱۴۰۳/۲/۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د پکتیا ولایت په يو شمېر ښوونځیو کې د څښاک پاکو اوبو د برابرولو پروګرامونه پلي شول

د پکتيا ولايت پوهنې رئيس مولوي عبدالوکيل خالد، د ياد ولايت د مرکز ګردېز ښار په ۷ بابه ښوونځيو کې د څښاک د پاکو اوبو رسولو سيسټم "واش" پروګرام د فعالېدو خبر ورکړ.

نوموړي وويل: په يادو. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۱ - ۱۱:۱۲
Background image

د ولایتونو پوهنې خبرونو ته لنډه کتنه

پکتیا
د پوهنې په برخه کې د یو همکار بنسټ مسئولینو، د پکتیا ولایت له پوهنې رئیس مولوي عبدالوکیل خالد سره په لیدنه کې، د یاد ولایت په ۷ بابه ښوونځیو کې د اوبو رسولو سیسټم (واش پروګرام) د. . .

BACK TO NEWS