د پوهنې وزارت د دارالعلومونو  د  ریاست رئیس د ننګرهار ولایت له دارالعلومونو څخه لیدنه وکړه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۳۰ - ۱۰:۲۰
د پوهنې وزارت د دارالعلومونو  د  ریاست رئیس د ننګرهار ولایت له دارالعلومونو څخه لیدنه وکړه د چهارشنبې او پنجشنې په ورځو (۱۶-۱۷ /۶/۱۴۴۳هـ ق)  د پوهنې وزارت د  دارالعلومونو د ریاست د رئیس محترم مولوي عبدالقدوس صاحب  تر مشري لاندې هیئت د ننګرهار ولایت له  دارالعلومونو څخه لیدنه وکړه . دغه هیئت د ننګرهار ولایت  د پوهنې  د رئیس محترم مفتي حبیب حضرت صاحب په ملتیا د یاد ولایت د نجم المدارس دارالعلوم، د نوموړي دارالعلوم د  بناتو له څانګې،  مرکزي دارالحفاظ، نعمانیه دارالعلوم، حقانیه دارالعلوم ، شمس الرحمن کاموي دارا

د چهارشنبې او پنجشنې په ورځو (۱۶-۱۷ /۶/۱۴۴۳هـ ق)  د پوهنې وزارت د  دارالعلومونو د ریاست د رئیس محترم مولوي عبدالقدوس صاحب  تر مشري لاندې هیئت د ننګرهار ولایت له  دارالعلومونو څخه لیدنه وکړه .
دغه هیئت د ننګرهار ولایت  د پوهنې  د رئیس محترم مفتي حبیب حضرت صاحب په ملتیا د یاد ولایت د نجم المدارس دارالعلوم، د نوموړي دارالعلوم د  بناتو له څانګې،  مرکزي دارالحفاظ، نعمانیه دارالعلوم، حقانیه دارالعلوم ، شمس الرحمن کاموي دارالعلوم او ځينو نورو دارالعلومونو څخه لیدنه وکړه  او په ځینو دارالعلومونو کې یې د ازموینو صحنې هم له نږدې ولیدلې.  
د هیئت مشر محترم مولوي عبدالقدوس صاحب د خپلو خبرو په ترڅ کې د یادو دارالعلومونو د مسئولینو او استادانو هڅې وستایلې او له هغوی څخه یې مننه وکړه، چې په خورا ستونزمنو شرایطو کې خپل  رسالت ته چې هغه د ځوان نسل ښوونه او روزنه ده،  ژمن پاتې شویدي، همدارنګه یې د یادو دارالعلومونو زده کوونکو ته سپارښتنه وکړه ترڅو په خپلو درسونو کې زیار وباسي، ترڅوپه راتلونکې کې د هیواد او ټولنې لپاره د خدمت کولو مصدر وګرځي. 
د یادو دارالعلومونو مسئولینو، استادانو او زده کوونکو د خپلو ویناوو په ترڅ کې د پوهنې له وزارت څخه مننه وکړه،  چې د دارالعلومونو د نظارت لپاره یې ننګرهار ولایت ته هیئت استولی دی او هم یې خپل وړاندیزونه، ستونزې او مشورې د هیئت له غړو سره شریکې کړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۱/۳/۱ - ۱۱:۴۵
Background image

په افغانستان کې د ناروي هیواد سفیر د پوهنې وزارت له سرپرست وزیر سره وکتل

 په افغانستان کې د ناروي هیواد سفیر اول لیندمن (0LE LINDEMAN) او ورسره مل هیئت یې چې په ترکیب کې یې د یاد هیواد د بهرنیو چارو په وزارت کې د سولې او پخلاینې د څانګې مشره میرمن سیري بورجن. . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۹ - ۱۶:۱۹
Background image

د یونسیف مرستیالې میرمن حنان سلیمان د پوهنې وزارت له سرپرست وزیر سره وکتل

د یونسیف مرستیالې میرمن حنان سلیمان (HANNAN SULIEMAN) او ورسره مل هیئت یې چې په ترکیب کې یې د افغانستان لپاره د یونسیف مسئول محمد ایویا (MOHAMED AYOYA )، د یونسیف د بشري سرچینو رئیس. . .

یکشنبه ۱۴۰۱/۲/۱۱ - ۸:۱۸
Background image

د نېکمرغه کوچني اختر د را  رسېدلو  په مناسبت د پوهنې وزارت د سرپرست وزیر پیغام

تر هرڅه نه مخکې ګران افغان ولس او ټول اسلامي امت ته د نېکمرغه کوچني اختر د را رسېدلو په مناسبت د مبارکي مراتب وړاندې کوم. الله تعالی دې د ټولو مسلمانانو په تیره بیا ځورېدلو افغانانو. . .

BACK TO NEWS