د پوهنې وزارت سرپرستې د ارزګان له والي سره ولیدل
د پوهنې وزارت، کابل: د پوهنې وزارت سرپرستې آغلې رنګینې حمیدي د ارزګان له والي ښاغلي اسدالله سعید سره د خپل کار په دفتر کې ولیدل.
آغلې حمیدي د ارزګان له والي نه مننه وکړه چې د معارف د پرمختګ اواصلاحاتو په برخه کې یې نه ستړې کیدونکې هڅې کړې دي.
آغلې حمیدي زیاته کړه: له بده مرغه تر اوسه هم د ارزګان په معارف کې یو شمیر زیاتې ستونزې شته خو پوهنې وزارت به په خپلو هڅو سره په هیواد کې په محرمو سیمو په تیره د ارزګان ولایت د ښوونې او روزنې په برخه کې د دغه ننګونو د حل لپاره ځانګړې پاملرنه کوي.
آغلې حمیدي څرکنده کړه: ښوونه او روزنه د هیواد د هر بچي حق دی او ټینګار یې وکړ د ښوونې او روزنې د ښې زمینې برابرول په تیره د نجونو لپاره او د ښځو لپاره په دولتي ادارو کې د کار په پیدا کولو کې په جدي توګه کار کوي او په دې لاره کې د خلکو علماوو محلي مسوولانو ملاتړ ته له مخکې نه زیات ضرورت دی.
ورپسې ښاغلي سعید په ارزګان ولایت کې له اصلاحاتو، پرمختګونو او د معارف په برخه کې ځینو ستونزو لکه د درسي کتابونو د نشتون ستونزه، د ښوونځیو جوړول، د ښوونکو کمبود، د آزموینو اخیستل او د دیني مدارسو د شاګردانو داسنادو تصدیقول او ځینې نورو مسایلو خبرې وکړې.
په پای کې ښاغلي سعید د پوهنې وزارت له رهبرۍ مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې په هره برخه کې په تیره د ښوونې او روزنې په دولتي ادارو کې د ښځو د ګډون تقویه کولو په برخه کې هر راز همکارۍ ته چمتو دی.