د پوهنې وزارت سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د سره صلیب د فدراسیون له مشر سره وکتل

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۰/۸/۱۹ - ۱۱:۴۲
د پوهنې وزارت سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د سره صلیب د فدراسیون له مشر سره وکتل

د پوهنې وزارت سرپرست وزیر محترم شیخ مولوي نورالله (منیر) او مل هیئت یې چې په ترکیب کې یې د پوهنې وزارت د دفتر عمومي رئیس مولوي عبدالحکیم همت اخندزاده، د ښوونې او روزنې معینیت د دفتر مسئول مولوي عزیز احمد(ریان)، د نړیوالو اړیکو د ریاست رئیس استاد وحیدالله (هاشمي) او د نشراتو او عامه اړیکو رئیس ډاکتر نظرمحمد (عرفان )شامل وو، د افغانستان لپاره د سره صلیب د فدراسیون له مشر ښاغلي  (Necephor Mghendi) او مل هیئت سره چې په ترکیب کې یې د افغانستان لپاره د سره صلیب د فدراسیون د پروګرامونو د هماهنګي مسئوله اغلې (نور حیاتي احمد) او د افغانستان لپاره ددې فدراسیون  د حفظ الصحې د پروګرام مسئول ښاغلي ډاکتر عبدالخالق (امیني) شامل وو، د پوهنې وزارت د مقام په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې لومړی ښاغلي نیسفور په افغانستان کې د سره صلیب د فدراسیون په فعالیتونو رڼا واچوله او په راتلونکو کې یې د نورو خیریه کارونو په تیره بیا په ښوونځیو کې د حفظ الصحې د سیستم د پیاوړتیا لپاره خپل پلانونه تشریح کړل. وروسته د پوهنې سرپرست وزیر لومړی د افغانستان د خلکو ستونزې او مشکلات بیان کړل او ددې مشکلاتو د حل لپاره یې خپله ژمنتیا وښودله او هم یې د سره صلیب فدراسیون دې ته وهڅاوه چې د هیواد د تعلیمي سیستم د پیاوړتیا په تیره بیا په ښوونځیو او تعلیمي مراکزو کې د حفظ الصحې د پروګرامونو د پراخولو لپاره جدي هلې ځلې وکړي .

وروسته د پوهنې وزارت د دفتر رئیس محترم همت اخندزاده د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې د سره صلیب فدراسیون دې د خپلو فعالیتونو ساحه نوره هم پراخه کړي او په دیني مدارسو او دارالحفاظونو کې هم د حفظ الصحې پروګرامونه پیل کړي .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۵ - ۱۰:۳۸
Background image

په سیدآباد ولسوالي کې د سرور کائینات د دیني او عصري علومو مرکز خپل فعالیت پیل کړ

یاد شوي مرکز میدان وردګ ولایت سیدآباد ولسوالي ملي خېلو کلي کې، ښځو، یتیمانو د حمایت اوپرختیا بنسټ په مالي ملاتړ خپل فعالیت پیل کړاو دهغو سل ګونو .زده کوونکو لپاره چې له زده کړو څخه بې. . .

شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲ - ۱۰:۷
Background image

د اسلامي امارت د پوهنې وزارت فعالیتونو ته لنډه کتنه

ترتیب کوونکی: عزیزاحمد «ریان»

دپوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو د ریاست رئیس

۱-اسلامي امارت د کابل ترفتحې وړاندې هم د ښوونې، روزنې او لوړو زده کړو په نامه یو ځانګړی کمیسیون درلود،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۳۰ - ۱۰:۲۰
Background image

د پوهنې وزارت د دارالعلومونو  د  ریاست رئیس د ننګرهار ولایت له دارالعلومونو څخه لیدنه وکړه

د چهارشنبې او پنجشنې په ورځو (۱۶-۱۷ /۶/۱۴۴۳هـ ق)  د پوهنې وزارت د  دارالعلومونو د ریاست د رئیس محترم مولوي عبدالقدوس صاحب  تر مشري لاندې هیئت د ننګرهار ولایت له  دارالعلومونو څخه لیدنه. . .

BACK TO NEWS