د پوهنې وزارت سرپرست وزیر د ویډیو کنفرانس له لارې د ولایتونو د پوهنې له رئیسانو سره ناسته وکړه

د پوهنې سرپرست وزیر الحاج مولوي حبیب الله آغا د ویډیو کنفرانس له لارې د ولایتونو د پوهنې له رئیسانو سره په هېواد کې د ښوونې او روزنې پر وړاندې د شته ننګونو د حل او د دیني مدارسو د ستونزو د هواري په اړه خبرې وکړې.
په دې ویډیویي کنفرانس کې رئیسانو د پوهنې وزارت مشرتابه ته خپلې لاسته راوړنې او فعالیتونه شریک او د پوهنې د ودي او پیاوړتیا په موخه یې خپل وړاندیزونه د پوهنې وزارت سرپرست ته وړاندې کړل.