د پوهنې وزارت سرپرست په بلخ ولایت کې د ښوونیزو بنسټونو یو شمېر پروژې پرانیستلې

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۲ - ۱۴:۳۳
25656

د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا چې د بلخ ولایت د پوهنیز وضعیت په لیدنې او ارزونې بوخت دی؛ د ښوونیزو بنسټونو د ودانیو پرانیستلو په لړ کې، نن یو شمېر نورې پروژې هم پرانیستلې:

١_د بلخ ولايت دهدادي ولسوالۍ اړوند د قلعه جنگي عالي لېسې د ودانۍ رغونه، چې لګښت یې ٢١ مېليونه ١٦٥ زره ٣٢٠ افغانۍ اټکل شوی دی.

٢_ د دولت آباد ولسوالۍ د رابعه بلخي لېسې د ودانۍ بیارغونه، چې ۳ مېليونه ٥٩٤ زره ٥٧٠ افغانۍ لګښت پرې راځي.

۳-- د بلخ عالي دارالعلوم د ودانۍ بنسټ ډبره اېښودل، چې په پام کې ده، د ۵ مېلیونه افغانیو لګښت سره جوړه شي.

د يادونې وړ ده، تر دې وړاندې د پوهنې وزارت د سرپرست له خوا د«حنیفه البیضاء» مدرسې ودانۍ هم پرانيستل شوې وه، چې څه باندې ۱۱ مېليونه افغانۍ لګښت پرې راغلى و.

د پوهنې وزارت سرپرست د پورتنیو پروژو د پرانیستې پرمهال، د ټولنې په پرمختګ او سمون کې د پوهنې ارزښت ته اشاره وکړه او ویې ویل: په پوهنیز نظام کې کمیت او کیفیت یو له بل سره لازم او ملزوم دي او موږ په دې برخه کې خپلو جدي هڅو ته دوام ورکوو.

د يادونې وړ ده، چې یادې پروژې د پوهنې همکارو بنسټونو له خوا تموېلیږي.

همدارنګه تېره ورځ هم په بلخ ولايت کې د پوهنې وزارت سرپرست له لوري د يو شمېر مدارسو او ښوونځيو ودانۍ پرانيستل شوې، چې په یاد ولایت کې د پروژو ټولیز شمېر ۹ بابه مدارسو او ښوونځيو ته ورسېد.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۰ - ۱۴:۲۱
Background image

په غزني ولایت کې د یو باب دارالحفاظ د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غزني ولایت د پوهنې ریاست مسئولینو په وینا، د یاد ولایت مقر ولسوالۍ اړوند کوهبند سیمې په نوروزي کلي کې «د منبع العلوم فیض القرآن» دار الحفاظ بنسټ ډبره د خلکو په مالي مرسته کېښودل شوه.
. . .

شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۰ - ۱۴:۱۶
Background image

د پوهنې وزارت د دارالعلومونو رئیس د کابل له عربي دارالعلوم څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت د دارالعلومونو رئیس مولوي عبدالقدوس قدوسي او ورسره مل پلاوي، د کابل عربي دارالعلوم د تدریسي او اداري وضعیت ارزونې په موخه، له یاد دارالعلوم څخه. . .

شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۰ - ۱۱:۱۸
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي نورستان ولایت ته رسمي سفر وکړ

د مولوي محمد نعیم عمیر په مشرۍ د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوی د یو لړ رسمي چارو ترسره کولو په موخه نورستان ولایت ته ولاړ او د یاد ولایت له پوهنې رئیس الحاج مولوي تاج محمد. . .

BACK TO NEWS