د ښوونځیو ترمینځ د واليبال تورنمنټ (زما ښوونځی زما راتلونکی) ترعنوان لاندې سيالۍ ترسره شوې

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۵ - ۱۶:۲۶
د ښوونځیو ترمینځ د واليبال تورنمنټ (زما ښوونځی زما راتلونکی) ترعنوان لاندې سيالۍ ترسره شوې

پوهنې وزارت، فراه: فراه ولایت کې د نجونو ښوونځيو ترمینځ د واليبال تورنمنټ

( زما ښوونځی زما راتلونکى)سيالۍ پیل شوې، د مرکز اړوند لس ښوونځیو زده کوونکو يو له بل سره سیالۍ وکړې، چې له یادو لسو ښوونځیو څخه یوازې نازو آنا او یزده ښوونځیو پای لوبې ته لار ومونده، چې په پای کې د یزده ښوونځي په ماتې سره بریا د نازو آنا ښوونځي د زده کوونکو په برخه شوه.

د پوهنې رئيس استاد وحید الله شېراني دواړه ټيمونو ته د مبارکۍ ترڅنګ په درسي چارو کې د لا برياليتوب غوښتنه وکړه او زياته يې کړه، چې ورزش د سلامتیا ضامن دی، ښاغلي شېراني له ټولو زده کونکو وغوښتل چې د خپلې سلامتیا بخاطر د زده کړو ترڅنګ، ورزش ته هم پاملرنه وکړي.

په پای کې يادو دوو ټيمونو ته د لا تشويق لپاره دوه جامونه او ورزشي توکي ورکړل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۰/۲/۴ - ۹:۱۹
Background image

د پکتیا ولایت پوهنې ریاست کې د (HRMIS) سیسټم پرانېسته وشوه

پوهنې وزارت، پکتیا: د جلالتمآب ولسمشرمحمد اشرف غني د لارښوونې سره سم ، ملکي کارمندانو لپاره د بشري سرچینو د مدیریت د منظم سیسټم د جوړولو په موخه، د لومړي ځل لپاره د پکتیا پوهنې ریاست کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۲ - ۱۶:۱۶
Background image

ننګرهار ولايت کې یوه ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړه شوه

پوهنې وزارت، ننګرهار: د ننګرهار ولایت خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د لوخۍ لومړني ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاده ودانۍ په پاخه او اساسي ډول د اقرا برنامې له لورې د څلورنیم میلیونه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۲ - ۱۵:۱۲
Background image

پکتیکا ولایت کې د نجونو يو نوى ښوونځى پرانیستل شول

پوهنې وزارت، پکتیکا: د پکتیکا ولایت مټا خان ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره د التقوا په نوم د نجونو يو ښوونځى د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال صالح محمد ظفر، د مټاخان. . .

BACK TO NEWS