د ۱۷۰ تنه ښځینه ښوونکو څخه د ګمارنې ازموینه واخیستل شوه
د پوهنې ریاست انګړ کې نن له هغه ۱۷۰ ښځینه ښوونکو ازموینه واخیستل شوه چې په ښوونځیو کې به د قرار دادي ښوونکو په صفت دندې ته مخ ته یوسي.
د زابل د پوهنې رئیس محترم نصرالله زاهد وايي چې دوی د ټولو ښوونځیو د تدریسي کفیت د ښه کولو لپاره غواړي چې سږ کال دې برخې ته پوره پاملرنه وکړي.
زاهد وویل نن د ۱۷۰ خویندو څخه د ښوونکو ازموینه اخیستل کیږي چې له جملې څخه به يې ۱۵۱ تنې په دنده وګمارل شي چې ۱۳۶ يې انکشافي او ۱۵ تنه يې د یونیسف له لوري د ګېټ په نوم ځانګړي پروګرام له لارې ګمارل کیږي.
د پوهنې رئیس وویل هدف مو دادی چې پر ښځینه ښوونځیو سربیره د نارینه وو ښوونځیو کې لومړي دوهم او دریم ټولګیو لپاره ښځینه ښوونکي وګمارو ترڅو د ماشومانو سره مرسته وکړي چې درس لوستلو ته زړه ښه کړي.
هغه وویل هره ښوونکې به د خپلې وړتیا له لارې بریالۍ کیږي ازموینه په شفاف ډول ترسره شوې او د هیڅ لاس وهنې اجازه به چاته ورنکړي حق به حقدار ته ورسیږي.