راشئ دښوونځي زده کوونکي شئ او راتلونکي مو هوسا کړي
پکتیا ولایت کې ګام مدني بنسټ غړيو کلي په کلي کور په کور یو پوهنیز حرکت تر سره کړ.
پکتیا ولایت کې د ګام مدني بنسټ غړو خور او ورور د ښوونځي پر لور تر نوم لاندې یو پوهنیز حرکت ترسره کړ، دوی کلي په کلي ګرځیدل او خپل ماشومان نجونې او هلکان چې د ښوونځي عمر یې پوره وي په ښوونځي کې شامل کړئ شعار یې ورکاوو.
د همدې بنسټ یو تن مسؤل افضل زیار په بنوزیو کلي کې په خبرو کې وویل:
«هڅه وکړئ خپل ټول ماشومان چې د ښوونځي عمر یې پوره وي که نجونې وي یا هلکان په ښوونځيو کې شامل کړئ تر څو له شته بدبختیو وژغورل شو.»
یاد بنسټ مسوولین هڅه کوي، چې دپکتیا ولایت او اړونده ولسوالیو په بیلابیلو کلیو وګرځي او خلکو ته خپل پیغام ورسوي، د پکتیا پوهنې رئیس استاد کوچی ځاځی دا ګام ستايي او له خلکو غواړي چې د ښوونځي دتګ عمر لرونکي ماشومان په ښوونځيو کې شامل کړي.