لغمان کې د نظارت غړو ته د وړتیا لوړونې ورکشاپ جوړ شو

media-moe
شنبه ۱۳۹۸/۶/۱۶ - ۱۳:۱۸
لغمان کې د نظارت غړو ته د وړتیا لوړونې ورکشاپ جوړ شو

د پوهنې وزارت_لغمان: د لغمان د پوهنې ریاست اړوند د نظارت ۱۳۴تنو غړو ته د وړتیا لوړولو په موخه درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ دیونیسف موسسې په مالي مرسته او د پوهنې ریاست د نظارت آمریت په همکاري جوړ شوی، چې د پوهنې ریاست اړوند د مرکز او ولسوالیو ۱۳۴ تنو د نظارت غړي پکې برخه لري.
د لغمان د پوهنې رئیس عبدالله (حمیدي) د څارنې غړو ته سپارښتنه وکړه چې له یاد ښوونیز ورکشاپ نه عظمي ګټه پورته کړي او په عملي ساحه کې دې پلي کړي ترڅو له تخنیکي ستونزو پرته خپلې چارې سمې پر مخ یوسي.
همدا ډول د لغمان د ښوونکو د روزنې ریاست رئیسې اغلې سلسله (صافۍ) په خپل وار خبرې وکړې او یاد ورکشاپ یې د ښوونکو په ظرفیت لوړاوي کې خورا اغیزمن وباله .
د یاده ولو وړ ده ، چې د روان کال له پیله تر اوسه د لغمان ولایت ښوونکو او د پوهنې ریاست کارکونکو ته د ظرفیت لوړولو ورکشاپونه جوړ شوي،چې د ښوونکو او کارکوونکو د ظرفیتونو په لوړولو کې ګټور تمام شوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۸ - ۱۳:۲۰
Background image

خوست کې د قلموال مېنې متوسطه ښوونځي نوې ودانۍ پرانېستل شوه

د پوهنې وزارت_خوست: د خوست ولایت د مرکز اړوند د قلموال مېنې متوسطه ښوونځي ودانۍ ګټه اخیستنې ته وسپارل شوه.
په هغه مراسموکې چې په همدې موخه د قلموال متوسطه ښوونځي لپاره د نوي جوړ شوي. . .

شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۸ - ۱۳:۲۰
Background image

ننګرهار کې د یو ښوونځي د جوړېدو چارې پیل شوې

د پوهنې وزارت_ننګرهار: د ننګرهار ولایت دبهسودو ولسوالۍ اړوند سردارمحمد داودخان لېسې د نوې ودانۍ د بنسټ ‌ډبره کېښودل شوه!
په همدې موخه جوړو شویو مراسموکې چې پر زده کوونکو او ښوونکو. . .

شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۸ - ۱۳:۲۰
Background image

کندوز کې د کلیوالي ټولګیو ښوونکو ته روزنیز ورکشاپ جوړ شو

د پوهنې وزارت_ کندوز: ـ د کندوز ولایت د مرکز اړوند ، خان آباد، علي آباد، او چاردرې ولسوالیو د کلیوالي ټولګیو ۲۱ تنو ښوونکو ته د فعالو زده کړو تګ لارې اړوند د ظرفیت لوړونې ۱۴ ورځنۍ. . .

BACK TO NEWS