له معارف سره د اولسي مرستو په لړ کې

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۶ - ۹:۵۸
له معارف سره د اولسي مرستو په لړ کې

پوهنې وزارت، هرات: هرات ولایت کې د انجیل ولسوالۍ د جلیل آباد کلي اوسیدونکي ارباب عبدالجلیل، خپله دوه زره متره مربع ځمکه د یوه ښوونځي جوړولو ته ډالۍ کړه.

همداراز د یاد کلي یو بل اوسیدونکي بیا د دې ښوونخي تر جوړیدو پورې خپل شخصي کور معارف ته وسپاره، څو زده کوونکو په کې زده کړې وکړي.

د هرات د پوهنې رئیس ذکریا رحیمي په یاد کلي کې د ویس قرني لومړني ښوونځي د پرانیستې پر مهال د یاد کلي له ملاتړ څخه مننه وکړه، همداراز هرات یې د اولسي تړون او د پوهنې بیا رغونه کې ښه بیلګه وګڼله. نوموړي هیله څرګنده کړه چې د پوهنې ریاست وکولاى شي د دې نوي پرانیستل شوي ښوونځي په جوړیدو کې هم اولسي مرسته راټوله کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۰/۲/۴ - ۹:۱۹
Background image

د پکتیا ولایت پوهنې ریاست کې د (HRMIS) سیسټم پرانېسته وشوه

پوهنې وزارت، پکتیا: د جلالتمآب ولسمشرمحمد اشرف غني د لارښوونې سره سم ، ملکي کارمندانو لپاره د بشري سرچینو د مدیریت د منظم سیسټم د جوړولو په موخه، د لومړي ځل لپاره د پکتیا پوهنې ریاست کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۲ - ۱۶:۱۶
Background image

ننګرهار ولايت کې یوه ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړه شوه

پوهنې وزارت، ننګرهار: د ننګرهار ولایت خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د لوخۍ لومړني ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاده ودانۍ په پاخه او اساسي ډول د اقرا برنامې له لورې د څلورنیم میلیونه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۲ - ۱۵:۱۲
Background image

پکتیکا ولایت کې د نجونو يو نوى ښوونځى پرانیستل شول

پوهنې وزارت، پکتیکا: د پکتیکا ولایت مټا خان ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره د التقوا په نوم د نجونو يو ښوونځى د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال صالح محمد ظفر، د مټاخان. . .

BACK TO NEWS