په خوست ولایت کې د دعوت او ارشاد ریاست د فرمانونو پلي کولو په اړه غونډه وشوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۹ - ۹:۴۷
963258
د مولوي محمد نعیم عمیر په مشرۍ د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي، په خوست ولایت کې د یاد ریاست د فرمانونو د پلي کولو په تړاو لویه غونډه کې ګډون وکړ، چې پکې د همدغه ولایت پوهنې رئیس مولوي فیض الله جمال حقاني، د ښوونیزو ادارو آمرینو، مدیرانو، استادانو، علماوو او د خلکو استازو هم حضور درلود.
مراسم د سپېڅلي کلام د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شول؛ ورپسې پوهنې رئیس د دعوت او ارشاد ریاست د پلاوي هرکلی وکړ.
نوموړي په خپلو خبرو کې د دعوت او ارشاد د احکامو د تطبیق په برخه کې د یاد ولایت د پوهنې ریاست دندو په اړه خبرې وکړې او څرګنده یې کړه: هغه فرمانونه او احکام چې د ا.ا.ا. د عالي مقام مشرتابه له لوري موږ ته توصیه کېږي، په حقیقت کې الهی اوامر دي، چې موږ یې پر پلي کول مکلف یو.
ورپسې نورو ویناوالو د ټولنې د اصلاح په برخه کې د اسلام د سپېڅلي دین د احکامو او د رسول الله "صلی الله علیه وسلم" د احادیثو په اړه هم خبرې وکړې، اطاعت یې د عباداتو بنسټ وګاڼه، له زده کوونکو او ځوانانو یې وغوښتل، تر څو د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد "صلی الله علیه وسلم" د سنتو جدي پیروي وکړي.
غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۵ - ۱۲:۱۳
Background image

په لوګر ولایت کې د پوهنې لپاره نیم جرېب ځمکه وقف شوه

د لوګر ولايت خروار ولسوالۍ اړوند د چرخي کلي اوسېدونکي نورمحمد په یاد کلي کې د سادات لېسې د ودانۍ لپاره چې د ١٣٠٣ تعليمي کال په پيل کې جوړه شوې وه، د ۴۰۰ زره افغانيو په ارزښت نيم جرېب. . .
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۵ - ۱۲:۸
Background image

د پوهنې په برخه کې د غزني ولایت د خلکو ملاتړ دوام لري

د غزني ولایت قره باغ ولسوالۍ اړوند د بهادرګي کلي معارف دوسته خلکو له خپلو شخصي پیسو څخه د ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت، د مصدر العلوم او شېرخان لېسو د اوبو رسولو سیسټمونه فعال کړل.
په همدې. . .
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۵ - ۱۱:۳۴
Background image

در مربوطات ولایت پروان یک باب مدرسه دینی تهداب گذاری شد

به کمک مالی مردم ولسوالی بگرامی ولایت پروان، سنگ تهداب یک باب مدرسه دینی در روستای پنج قلعه آن ولسوالی با اشتراک مولوی سید محمد فیضی رئیس معارف و مسئولین آن ‌ریاست، استادان و‌جمع. . .

BACK TO NEWS