په لغمان ولایت کې د یوې دیني مدرسې بنسټ ډبره کېښودل شوه
د لغمان ولایت د پوهنې ریاست مسئولینو، علماء کرامو او قومي مخورو په حضور کې، د یاد ولایت بادپښ ولسوالۍ اړوند په بري کلي کې د «منبع العلوم مدرسې» د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د دغه مدرسې د جوړولو لګښت چې يو مېليون افغانۍ اټکل شوى، د همدغه ولسوالۍ د خلکو له خوا ورکول کېږي.
یاده مدرسه په یو جرېبه ځمکه کې د ۵ درسي ټولګيو، یوې اداري خونې او نورو اړینو ملحقاتو په لرلو سره جوړېږي.
د پوهنې وزارت مشرتابه د بادپښ ولسوالۍ د خلکو له پاملرنې او مالي ملاتړ څخه مننه کوي.