په پنجشیر ولایت کې د ماشومانو نړیواله ورځ ولمانځل شوه

د پوهنې وزارت، پنجشیر: د پنجشیر ولایت د پوهنې ریاست له لوري او یونیسف موسسې په همکاری د ماشومانو نړیواله ورځ د یوې غونډې په تر څ کې په داسي حال کې چې مرستیال والی محمد امین صدیقی، د پوهنې رییس مولانا عتیق الله "کريمي"، د ټولنیزو چارو، ښځو چارو، اطلاعاتو او فرهنګ رییسانو ګډون درلود ولمانځل شوه.
د غونډې په پیل کې مرستیال والی محمد امین صدیقی ماشومانو ته د ماشوم د نړیوالې ورځې له امله مبارکي وویله زیاته یې کړه: "دا ورځ یو ښه فرصت دی چې د ماشومانو ستونزو ته زیاته پاملرنه وکړو او د دوی د ودې او خوښي لپاره د لارو چارو په لټه کې شو.
همدا رنګه د پوهنې رییس د ماشومانو د حقونو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: "ساینس ثابته کړې چې د انسان د شخصیت اساس په ماشومتوب کې رامینځته کیږي، دا پدې مانا ده چې د ټولنې خوښۍ د ماشوم په ښه پالنه او د ښه چلند په څرنګوالي پورې تړاو لري.
همدا راز د دریو تنو زده کوونکو لاسي صنایعو نندارې ته وړاندي شول، چې پکې تجهیز شوي ودانۍ، اسکواټور او بادي بریښنا شامل وه چې د ګډونوالو او د پوهنې ریاست لخوا تقدیر شول، د یونیسف چارواکو ژمنه وکړه چې د دوی راتلونکي پروژه پلي کولو لپاره به په ګډه همکاري کوي.