په کندهار کي نوی (۱۳۹۸ - ۱۳۹۹) ښوونیز کال رسمآ پیل شو

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۰ - ۱۲:۵۹
په کندهار کي نوی (۱۳۹۸ - ۱۳۹۹) ښوونیز کال رسمآ پیل شو

پوهنې وزارت_کندهار: په کندهار ولایت کي د ۱۳۹۸-۱۳۹۹ښوونیز کال کې د لړ شاندارو مراسمو په ترځ کې د ولایتي مسؤلینو لخوا د ښوونځي د زنګ په کړنګولو سره پیل سو.
هغه مراسم چې په همدې موخه د لوی احمد شاه بابا په عالي لېسه کي جوړ شوي وه د پوهني د رئیس عبدالقادر پیوستون ترڅنګ د کندهار والي حیات الله حیات ، د ولایتی شورا رئیس حاجي سیدجان خاکریزول او غړو یې په ولسي جرګه کي د کندهار د خلګو استازو، د علماو شورا رئیس ، د ملکي ادارو رئیسانو د یو شمیر ولسوالیو ولسوالانو ، د ولسوالیو د پوهني امرینو ،مدني فعالانو ، قومی مشرانو، د ښاري ښوونځیو امرینو او مدیرانو ،ښوونکو او په سلګونو زده کوونکو ګډون درلودږ
په پیل کې د پوهني رئیس عبدالقادر پیوستون ګډونوالوته د ښه راغلاست ترڅنګ د یادي ورځي په اړوند د پوهني د وزیر ډاکټر محمد میرویس بلخي د مبارکۍ پیغام ولوست.
د پوهني رئیس وویل که څه هم په کندهار کې د پوهني بهير له ګڼو ستونزه سره مخ دی، خو بيا هم معارف پراختيا موندلي او کندهاري ولس د بچیو د روزني په موخه یې د ښار ترڅنګ په ليري پرتو سيمو کي د درس ويلو زمينه برابره شوې ده.
هغه په خپلو خبرو کي راتلونکي پلان ته په اشارې سره وویل هغه ښوونځی چي تر دې مهاله د زده کوونکو پرمخ تړلي یو ځل بیا د ماشومانو پر مخ پرانیزي، هغه په ولسوالیو کي د انجونو زده کړیز بهیر ته په اشارې سره وویل معارف ریاست اوس هم په یاده برخه کي د ګڼو ستونزو سره مخ دی او پدې برخه کي یې د دیني علماوو قومي مشرانو رول مهم وباله او غوښتنه یې وکړه ترڅو د دوی له لاري د خلګو څخه غوښتنه وشي ترڅو خپلي لور ګاني ښوونځیو ته ولیږي
د پوهنې رییس پر خلګو ږغ وکړ چې خپل ماشومان و ښوونځیو ته واستوی ترڅو د زده کړی په ګاڼه سمبال شي.
د کندهار والي حیات الله حیات و غونډي ته په خپله وينا کي، دپوهني پرمختګ وستايه، خو تر څنګ يې هغه ننګونو ته چي یاد بهیر ورسره مخ دی لکه د تشکيل کمښت، د ځينو ښوونځيو لپاره د تعمېرونو د نشتون، او د درسی کتابونو کمښت ته په اشارې سره وویل چي په یاده برخه کي د پوهني وزارت باید جدې پاملرنه وکړي ترڅو د کندهار ولایت د معارف ستونزو ته د پای ټکی ایښودل شوی وي .
دغه راز د کندهار والي د غونډي دګډونوالو څخه تعهد واخیستي چي په ګډه به د پوهنیز بهیر د کیفیت او کمیت د لوړیدا او په یاده اداره کي د هر ډول فساد د مخنیوي په موخه ګام اخلي ترڅو د یو پرمختللي ښوونیز بهیر درلودونکي اووسو ښاغلي حیات پر والدينو هم ږغ وکړ، چې خپل اولادونه ښونځيو ته وليږي او دعلم له ستر نعمت څخه یې برخمن کړي .
په غونډه کي د کندهار ولايتي شورا رئیس او په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازو د پوهني وزارت او د کندهار پوهني رياست د مسئولينو څخه غوښتنه وکړه، چي په ښوونځيو کې دي د پوهني کيفيت ته پاملرنه زیاته کړي.او هغو ښونځيو ته جدي پاملرنه وکړي، چي په ليري پرتو ولسواليو کي دي ترڅو د یادو خلګو د اولادونو لپاره هم د زده کړي زمینه برابره شي
غوڼده د زده کوونکو لخوا د ترانو په ویلو او د نوی ښوونیز کال د زنګ په ګړنګولو سره پایته ورسید او نوی تعلیمي کال رسمآ شو .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۴ - ۱۰:۲۸
Background image

د ارزګان د ښوونځيو شوراګانو غړو ته ورکشاپ جوړ شو

پوهنې وزارت_ارزګان: د ارزګان د مرکز او ولسوالیو د ښوونځیو شوراګانو غړو ته د وړتیا لوړونې دري ورځنی ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې ریاست په همکارۍ او د یونیسف موسسې په مالي لګښت جوړ. . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۴ - ۱۰:۲۸
Background image

د کنړ د ښوونځیو شورا ګانو غړو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ پیل شو

پوهنې وزارت_کنړ: د ټولنیز خوځښت او د پوهنې شوراګانو ریاست لخوا د (MSI AMANAT) په مالي مرسته د کنړ ولایت د (شیګل او وټه‌ پور) ولسوالیو (۵۴) د ښوونځیو شوراګانو غړو ته د (ښوونځیو د. . .

شنبه ۱۳۹۸/۶/۲۳ - ۱۴:۴۵
Background image

لوګر کې یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

پوهنې وزارت_لوګر: د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ د شهید محمد سلیم لعل ستانکزي ښوونځي لپاره نوې جوړه شوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د یاد ښوونځي د پرانیستنې په مراسمو کې والي الحاج محمد. . .

BACK TO NEWS