پوهنې ریاست کې د ټول شموله زده کړو سیمینار جوړ شو
څه وخت وړاندې میدان وردګ پوهنې ریاست کې ۱۵ تنه معلولینو لپاره د سویدن کمېټې لخوا د ټول شموله زده کړو سیمینار جوړ شو،یاد شوي سیمینار ۲۰ ورځې دوام وکړ چې پدې ۲۰ ورځو کې د معلولینو لپاره اشاري ژبې،برېل لیک لوست،ناشناوایانو،نابینایانو د معلولینو ډولونو او پيژندې اړوند ښوونه ورکړل شوه،
تر څو په راتلونکي کې پرته له توپیره معلول وګړي د عادي وکړو په څېر په ټولنه کې ژوند وکړي،
یاد شوی سیمینار له پورتنۍ نېټې سره سم پای ته ورسېد په پای کې د سیمینار ګډونکونکو ته ستاینلیکونه هم ورکړل شول.