پوهنې وزارت او نړیوال بانک د ښوونځيو مصونیت ډیروالي په طرح باندې خبرې اترې وکړې

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۴ - ۱۴:۹
پوهنې وزارت او نړیوال بانک د ښوونځيو مصونیت ډیروالي په طرح باندې خبرې اترې وکړې.

پوهنې وزارت- کابل: د پوهنې وزارت مشرتابه او د نړیوال بانک ډلې په دوه اړخیزه لیدنه کې د ښوونځيو مصونیت ډيروالي په طرح (CSSF) او همدارنګه د ښوونکو چلند څرنګوالي په اړه (Teacher Code of Conduct) خبرې اترې وکړې.

دا لیدنه د هیواد پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي، د پوهنې وزارت مالي او اداری معین عبدالسبحان ر‌ؤف، په افغانستان کې د نړیوال بانک څانګې اجرایوي رئیسې هما زهرا فتوحي او د دواړو لورو نورو غړو په شتون کې تر سره شوه.

ډاکتر محمدمیرویس بلخي د پوهنې وزارت د دندو او جوړښت اصلاحاتو ملي سمپوزیم له تر سره کیدو څخه یادونه وکړه او ویې ویل چې په نوي ښوونیز نصاب باندې کار یو له دغو اصلاحاتو څخه دی چې په هغه کې د ماشومانو څخه د ملاتړ موضوع، په ښوونځيو او ښوونیزو مرکزونو کې د زده کوونکو پوهاوي ته ځانګړې پاملرنه شوې ده، همدارنګه په ښوونیزو بنسټونو کې د ځورونې پالیسی وړاندې کول په دې لاره کې له نورو کړنو څخه دي.

ډاکتر بلخي د جمهور رئیس له لوري د ماشومانو څخه د ملاتړ ملي کمیټې له رامینځ ته کیدو څخه خبر ورکړ او په دې کمیټه کې یې د پوهنې وزارت له غړیتوب څخه یادونه وکړه.

په افغانستان کې د نړیوال بانک (WB) اجرایوي رئیسې هما زهرا فتوحي د ښوونې او روزنې له برخې سره د نړیوال بانک له وروستنیو همکاریو څخه راپور وړاندې کړ او د زده کوونکو او ښوونځيو مصونیت پیاوړتیا په موخه یې د پوهنې وزارت مشرتابه له کړنو څخه خوښي وښوده.

د یادونې وړ ده چې په پام کې ده د پوهنې وزارت او نړیوال بانک ترمینځ د ښوونځيو او زده کوونکو مصونیت ډیروالي باندې په تمرکز تخنیکي غونډې تر سره شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۵ - ۱۳:۳۶
Background image

د خوست ولایت د ښوونکو د روزنې څخه په لومړي ځل ۷۹ نجونې فارغې شوې

د پوهنې وزارت_خوست: د خوست ولایت د ښوونکو د روزنې مرکز اړوند د ګېټ پروګرام څخه په لومړي ځل ۷۹ نجونې فارغې شوې.
په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د خوست ولایت مقام د اساسي قانون د غونډو په. . .

چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۵ - ۱۳:۳۴
Background image

د لوګر اوو ښوونځیو ته د پاکو اوبو څاه ګانې جوړېږي

د پوهنې وزارت_لوګر: د لوګر د خوښۍ ولسوالۍ د نجونو او هلکانو ۷ ښوونځیو ته د څښاک پاکو اوبو د اوو څاه ګانو د کېندلو کار پیل شو.
یادې څاوې د ولسي تړون یا اقراء پروګرام په مالي مرسته جوړیږي. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۴ - ۱۴:۹
Background image

پوهنې وزارت او نړیوال بانک د ښوونځيو مصونیت ډیروالي په طرح باندې خبرې اترې وکړې

پوهنې وزارت- کابل: د پوهنې وزارت مشرتابه او د نړیوال بانک ډلې په دوه اړخیزه لیدنه کې د ښوونځيو مصونیت ډيروالي په طرح (CSSF) او همدارنګه د ښوونکو چلند څرنګوالي په اړه (Teacher Code of. . .

BACK TO NEWS