پکتیا ولایت کې ښوونځیو ته د لابراتوار وسایلو د ویش لړی پیل شوه

پوهنې وزارت، پکتیا: د پکتیا ولایت احمد آبا ولسوالۍ د نجونو په عالي لیسه کې د ۲۰۰ زره افغانیو په مجموعي لګښت د لابراتوار پرانیسته وشوه.
یاده مرسته د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ ریاست کړې ده، چې شاوخوا ۲۰۰ زره افغانۍ ارزښت لري، چې د پکتیا ولایت د ښوونځیو زده کوونکو ته د عملي زده کړو د زمینې د برابرولو په مقصد تر سره شويده.
پکتیا د پوهنې رییس کوچي ځاځي پر یادې مرستې خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې د دې مرستې سره به د ډېرو ښوونځیو د لابراتواري توکو د نشتون ستونزه هواره شي.
پوهنې ریس وویل: د لابراتوارنو د وېش دغه لړۍ به انشاالله د امکان تر حده دوام لري او زمونږ هڅه به دا وي، چې نږدې ټول ښوونځي له لابراتوارونو برخمن کړو او په دې برخه کې مو شته خنډونه تر ډېره بریده له منځه وړي.
پوهنې رییس د ښوونځي مسولینو ته سپارښتنه و کړه، چې له یادو لابراتوري لوازمو ښه ساتنه و شي او تر څنګ باید ګټه ترې واخستل شي.