کونړ کې د ښوونځیو شوراګانو ته روزنه ورکول کېږي
د پوهنې وزارت_کونړ: د کونړ ولایت شیګل او وټه پور ولسوالۍ د نجونو ښوونځيو اداري شورا غړو ته د ظرفیت لوړونې دري ورځنې روزنیز ورکشاپ جوړ شو.
نوموړي ورکشاپ د یادو شوراګانو د ظرفیت لوړونې، په ښوونځیو کې د ماشومانو د شمولیت او د پوهنې په وده او پیاوړتیا کې د ټولنې د ښکیلتیا په موخه جوړ شوي دې .
په دغه روزنیز ورکشاپ کې د یادو ولسوالیو د ښوونځيو د اداري شوراګانو شاوخوا ۳۰ تنه ښځینه غړي برخه لري، چې د ټولنیز خوځښت او شوراګانو ریاست د فعالیتونو، د ټولنیزو کړو وړو او د پوهنې په برخه کې د اړیکو د پیاوړي کولو، د پوهنې په اړه ټولنې ته د مثبت فکر ورکولو، د موجود او راتلونکي حالت د مدیریت، له محلي امکاناتو او سرچینو څخه د ګټې اخیستلو د څرنګوالي او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په تړاو روزنه ورکول کېږي.
د کونړ ولایت د پوهنې رییس استاد مجیب الرحمن همدرد د ورکشاپ د ګډونوالو نه غوښتنه وکړه، چې د ښوونځيو نه د پاتې شويو زده کوونکو په راجلبولو کې مرسته وکړي او نور ټول زده کوونکي د ښوونځيو د عامه شتمنۍ پر اهميت او ساتنه قانع کړي. د پوهنې رییس د شورا ګانو دغړو نه هیله وکړه ، چې د دې پروګرام نه ستره ګټه پورته کړي او په ډېر دقت، غور او ځيرکتيا سره يې پای ته ورسوي.
د ظرفیت لوړونې دغه ورکشاپ د متحده ایالاتو نړیوالي پر مختیایی اداري په مالي مرسته او د پوهنې وزارت د ټولنیز خوځښت او شوراګانو ریاست له لوري جوړ شوی دی.