یو ځل بیا د میدان وردګ ولایت عامو خلکو د پوهنې په برخه کې مرسته وکړه
د ميدان وردګ ولايت سيدآباد ولسوالۍ اوسېدونکي مولوي عزت الله ذهين د یاد ولايت د نورالمشايخ لېسې د ترميم لپاره ۵۰ زره افغانۍ مرسته وکړه.
په یو بل خبر کې:
د دغه ولایت د بند چک ولسوالۍ خلکو هم د شهید شېرزاد منځني ښوونځي د لمریزې برېښنا د سیسټم نصبولو په موخه د ۶۷ زره افغانیو مرسته وکړه.
د پوهنې وزارت مشرتابه د همدغه ولایت له اوسېدونکو څخه د دوی د مرستو له امله مننه کوي.