په دایکنډي ولایت کې د یوباب ښوونځي د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شو

media-moe
شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۱۳:۴۹
321

د دايکنډي ولايت په شهرستان ولسوالۍ کې د نسوان غاسور عالي لېسې د ودانۍ لپاره د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

په هغو مراسمو کې چې په همدې موخه جوړ شوي وو، د پوهنې ریاست مشرتابه، علماء کرامو، ګڼ شمیر قومي مخورو او د زده کوونکو والدینو برخه اخیستې وه.

د ښوونځي دغه ودانۍ ۱۲ درسي ټولګي له اړینو ملحقاتو او وسایلو سره لري، چې د خیریه اشخاصو او د زده کوونکو د والدینو په مرسته به د ۳میلیونه افغانیو په لګښت په پاخه او اساسي ډول جوړه شي.

د دايکنډي پوهنې رئيس قاري عنايت الله سهار په وينا، تر دې وړاندې د یاد ښوونځي زده کوونکو په غير معیاري چاپېريال کې زده کړې کولې.

د يادونې وړ ده، چې دغه لېسه په خپله رسمي اډانه کې ۲۹۰ تنه زده کوونکي،۱۰ تنه ښوونکي او کارکوونکي لري.

د پوهنې وزارت مشرتابه د دایکنډي ولایت د علم پاله خلکو له ملاتړ مننه کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۹ - ۱۵:۴۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره د څو خبرونو لنډیز

میدان وردګ
د میدان وردګ ولایت په جلریز ولسوالۍ کې د بي بي عایشه صدیقه «رضی الله عنها» د نجونو ښوونځي د احاطوي دېوال د بنسټ ډبره، د یاد ولایت د پوهنې رئیس په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۹ - ۱۴:۶
Background image

د پوهنې وزارت د معیاري آزموینو د مسودې لایحه نهايي شوه

د معیاري آزموینو د لایحې په اړه بحث، د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق په مشرۍ، په داسې حال کې ترسره شو، چې د معیاري آزموینو رئیس مولوي شمس الرحمن حماس، یو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۹ - ۱۳:۲۹
Background image

د ولایتونو پوهنې کړنو ته لنډه کتنه

بامیان

د باميان ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي رحمت الله قنديلي، د یاد ولايت شيبر ولسوالۍ اړوند د کالو، غرغره د هلکانو لېسو، د مهديه کالو مدرسې او د يو شمېر ښوونځيو د کتابتونونو له. . .

BACK TO NEWS