د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو محترم معین د ابوبکر صدیق "رضي الله عنه" جامعې له غوره طلابو ستاینه وکړه

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین محترم الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده د یوې لویې غونډې په ترڅ کې د ابوبکر صدیق "رضی الله عنه" جامعې د څلور نیم میاشتنۍ ازموینې له ممتازه زده کوونکو څخه ستاینه وکړه.
یاد مراسم چې پکې د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو محترم معین، د دارالعلومونو رئیس محترم مولوي عبدالقدوس قدوسي او د جامعې یو شمېر نورو علماوو، شیخانو او طلابو ګډون درلود، د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شول.
ورپسې د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو محترم معین، د طلابو د انفرادي او ټولنیزو مسئولیتونو او مکلفیتونو په اړه د پوهاوي په ترڅ کې وویل چې د پوهنې وزارت هڅه کوي، ترڅو د شته اسانتیاوو په کارولو سره د هېواد ماشومانو لپاره د زده کړو په ټولو برخو کې امکانات برابرې کړي.
په پای کې ممتاز زده کوونکي په ستاینلیکونو او ډالیو سره وویاړل شول.