په زابل ولایت کې د یو باب ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د زابل ولایت شاه جوی ولسوالۍ اړوند بره خان عالي لېسې د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د پوهنې مسئولینو او ځایي خلکو په حضور کې کېښودل شوه.
د پوهنې چارواکو په وینا، یاده ودانۍ چې ۱۰ درسي ټولګي، اداري خونې او نور اړین ملحقات به ولري، د سیمې خلکو لخوا په ورکړل شوې۴ جرېبه ځمکه کې د ۸۰۰ زره افغانۍ لګښت سره، د ښوونځي شورا له بودیجې څخه جوړېږي.
د یادونې وړ ده چې د دغې ودانۍ په جوړېدلو سره به ۷۰۰ تنو زده کوونکو ته سالم تعلیمي چاپېریال برابر شي.