په پکتیکا ولایت کې د یوې دیني مدرسې نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د پکتیکا ولایت اورګون ولسوالۍ اړوند رحمانیه دیني مدرسې نوې ودانۍ، چې چارې یې څه موده وړاندې د یادې ولسوالۍ د اوسېدونکو په مالي مرسته د شاوخوا ۲ مېلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې وې، اوسمهال بشپړې او په رسمي ډول د پوهنې مسئولینو په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وویل: دغه ودانۍ چې په پاخه او اساسي ډول سره جوړه شوې، ۸ درسي خونې او نور اړین ملحقات لري.
همدارنګه نوموړي څرګنده کړه چې په تېرو شپږو میاشتو کې، ځایی خلکو او همکارو ادارو د همدغه ولایت له مدارسو سره ۴۰.۲ مېلیونه افغانۍ مرسته کړې، چې پوهنې رهبري تر مننه او قدرداني کوي.