په نوي ۱۴۰۳ ښوونیز کال کې د دایکندي ولایت ښوونځیو ته زیات شمېر ماشومان شامل شوي دي

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۵:۱۶
33

د دایکندي ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې د یاد ولایت په ښوونځیو کې د نویو زده کوونکو د زیاتوالي خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې په روان ښوونیز کال کې د دغه ولایت په ښوونځیو کې ۱۸ زره ماشومان شامل شوي دي.

د ياد ولايت پوهنې رئيس قاري عنايت الله سهار د پوهنې په برخه کې د زده کوونکو د زياتوالي لاملونه، خپلو ماشومانو ته د زده کړو په برخه کې د کورنيو هڅونه او لېوالتيا او په هېواد کې د پوهنې وزارت له لوري د ديني او عصري علومو په برخه کې د آسانتياوو برابرول وبلل.

نوموړي د یاد ولایت ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې د پوهنې وزارت مشرتابه د افغانستان.ا.ا. عالي رهبرۍ د لارښوونې او تګلارې له مخې، د هېواد ټولو بچیانو لپاره د امکان تر حده د متوازنې ښوونې او روزنې آسانتیاوې برابرې کړي دي.

د پوهنې رئیس زیاته کړه، چې د د ایکنډي ولایت په ټولو برخو کې د دیني او عصري زده کړو د بنسټونو د جوړولو او فعالولو لپاره شپه ورځ هلې ځلې کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۵ - ۱۵:۴۰
Background image

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې ریاست د کارکوونکو لپاره میتودیکي سیمینار جوړ شو

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت د څارنې او ارزونې د ریاست اړوندو ۸۳ کارکوونکو لپاره، د اساساتو او پالیسۍ جوړونې، د ښوونې او روزنې د شاخصونو، د څارنې او ارزونې د بنسټونو په تړاو درې. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۵ - ۱۲:۲۶
Background image

د کابل ښار اړوند ښوونځیو د لابرانت ښوونکو وړتیا لوړولو سیمینار پیل شو

د پوهنې وزارت د کړنلارې له مخې، د کابل ښار پوهنې ریاست د ۱۶ ښوونیزو ناحیو اړوندو ښوونځیو د لابرانت ښوونکو د مسلکي وړتیا لوړولو په موخه، ۱۲ ورځنی میتودیک سیمینار په لاره واچاوه.

د ياد. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۵ - ۱۱:۱۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

سرپل

د سرپل ولایت پوهنې ریاست د د ا.مارت پېژندنې آزموینې پر بریالیو زده کوونکو نغدي جایزې او ستاینلیکونه ووېشل.

لغمان

د لغمان ولایت پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد په ياد ولایت کې د. . .

BACK TO NEWS