خبرونه

  • د افغان – ترک ښوونځيو زده کوونکو د سږ کال په نړیوالو المپیادونو کې ۱۷۱ مډالونه ګټلي

    کټه ګورۍ: عمومي

    د افغانستان د پوهنې وزارت د افغان – ترک ښوونځيو هغه ممتاز زده کوونکي د یوې لویې غونډې په ترڅ کې وستایل، چې د روان ۲۰۱۷ کال په نړیوالو المپیادونو کې یې ښې لاسته راوړنې لرلي دي. د یادو ښوونځیو زده کوونکو یوازې سږ کال په نړیوالو المپیادونو کې...

  • سجادیه تخنیکي او مسلکي زده کړو انستیتوت ته نوې ودانۍ جوړېږي

    کټه ګورۍ: عمومي

    د افغانستان د شمالي بلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د سجادیه تخنیکي او مسلکي زده کړو انستیتیوت د جوړېدو چارې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې. د یاد انستیتوت د بنسټ ډبره د اجراییه ریاست د دویم مرستیال محمد محقق، د بلخ د ولایتي چارواکو،...

  • د عظمت لېسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه

    کټه ګورۍ: عمومي

    د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د عظمت لېسې د نوې ودانۍ د جوړېدو چارې د یاد ولایت د پوهنې ریاست د مسوولینو، قومي مشرانو او د سیمې د اوسېدونکو په ګډون پیل شوې. د یاد ښوونځي نوې ودانۍ، چې په پاخه او عصري ډول جوړېږي؛ اته درسي ټولګي،...

  • کندهار کې د ۲۰ ښوونځيو د ترمیم چارې پیل شوې

    کټه ګورۍ: عمومي

    د کندهار ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲۰ بابه ښوونځيو د بیارغولو او ترمیم چارې د مرستیال والي عبدالحنان منیب، د کندهار د پوهنې رییس عبدالقادر پیوستون او یو شمېر نورو چارواکو لخوا پیل شوې. دغه لړۍ د کندهار...

  • د لوګر له څلورو لېسو سره د لمریزو تختو مرسته وشوه

    کټه ګورۍ: عمومي

    د لوګر ولایت د نجونو له څلورو لېسو سره د ایشیا فونډېشن له لخوا د لمریزو تختو، بیټریو او برقي وسایلو مرسته وشوه. دغه مرسته د بي بي آمنې، محمدآغې، خوښۍ او د بره کي راجان د نجونو له لېسو سره شوې، چې ټول ارزښت یې ۳۲۰۰ امریکایي ډالره ښودل شوی...

  • د سواد د نړیوالې ورځې په مناسبت د پوهنې د وزیر پیغام

    کټه ګورۍ: عمومي

    بسم الله الرحمن الرحیم "اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّکَ الَّذِی خَلَقَ" صدق الله العظیم ولوله، د خپل رب په نوم چې هغه (ټول مخلوقات) پیدا کړي. ویاړم، چې د سواد د نړیوالې ورځې د رارسېدو له امله، چې دوږي میاشتې له ۱۷ مې نېټې سره...

  • د لیک لوست نړیواله ورځ ونمانځل شوه

    کټه ګورۍ: عمومي

    د افغانستان د پوهنې وزارت د یوې لویې غونډې په ترڅ کې د لیک لوست نړیواله ورځ ونمانځله. په دغه غونډه کې د ولسمشرۍ ماڼۍ دویم مرستیال قانونپوه سرور دانش، د هېواد لومړۍ مېرمنې رولا غني، د پوهنې وزارت د عمومي زده کړو مرستیال ډاکټر محمد ابراهیم شنیواري،...

  • د تودو سیمو د نوي ښوونیز کال د پیل په مناسبت د پوهنې د وزیر پیغام

    کټه ګورۍ: عمومي

    د لوی خدای (ج) په سپېڅلي نامه السلام علیکم ورحمت الله و برکاته! ډېر خوښ یم، چې د پوهنې وزارت د رهبري پلاوي په استازیتوب د تودو سیمو د نوي ښوونیز کال د پيل په مناسبت د افغانستان ټول معارف دوسته ولس، درنو ښوونکو، ګرانو زده کوونکو او د...

  • د لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د پوهنې د وزیر پیغام

    کټه ګورۍ: عمومي

    درنو هېوادوالو! خویندو او وروڼو! د افغانستان شریف ملته! زیارکښو ښوونکو، ګرانو زده کوونکو او د پوهنې وزارت درنو کارکوونکو! د لوی اختر د را رسېدو له امله تاسو ټولو ته د زړه له کومې مبارکي وایم. هیله من یم، چې د اختر مبارکې ورځې د خپلو کورنیو او...

  • د لوګر د سرخ آباد لېسې ته د اوبو را ایستلو سیستم فعال شو

    کټه ګورۍ: عمومي

    د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ د سرخ آباد د هلکانو لېسې ته د لمریزې بریښنا په مټ د اوبو را ایستلو سیستم جوړ شو. د یاد سیستم پرفعالولو ۲۱ زره افغانۍ لګېدلي، چې ټولې د والدینو شورا داوطلبه غړو ورکړي دي. دغه سیستم د اوبو یو آببازک، دوه تختې د...

پاڼه 1 از 168