د قرطاسیې، اداري او کمپیوټري وسایلو، ژمنیو سونتوکو او نورو اړینو توکو تدارک او پېرل
Publish Date
Closing Date
د بغلان ولایت پوهنې ریاست په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د قرطاسیې، اداري او کمپیوټري وسایلو، ژمنیو سونتوکو او نورو اړینو توکو د تدارک او پېرلو په داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
له داوطلبانو غوښتنه کېږي چې د شرطپاڼې چاپ شوې کاپي ترلاسه او له شرایطو سره سم خپل وړاندیزونه د تدارکاتو د قانون او کړنلارې له مخې، په سرتړلي ډول، د اعلان له خپرېدو څخه تر ۱۰ تقویمي ورځو پورې د بغلان ولایت پوهنې ریاست ته، چې د احصائیې ریاست ته څېرمه، د ولایت پر سړک موقعیت لري، وسپاري.
د وړاندیزونو پرانیستغونډه به د بغلان ولایت د پوهنې ریاست په غونډو تالار کې جوړه شي.
