د پوهنې وزارت له لوري د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا علمي غړو اړوند ۳۵۴ کادري بستونو لپاره ډله‌ییزه رقابتي ازموینه واخیستل شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۲:۱۸
998

د پوهنې وزارت لخوا، د ولايتونو د مرکزونو او ولسواليو د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا علمي غړو اړوند ۳۵۴ کادري بستونو ډکولو په موخه ډله‌ییزه رقابتي ازموینه ترسره شوه.
ياده ازموینه د نصاب او د ښوونکو مسلکي پراختیا لوی رئیس محترم الحاج مولوي اول ګل ایوبي، د ښوونکو د مسلکي پراختیا رئیس محترم مولوي محمدابراهیم عمري او مسٸولینو په حضور کې په شفاف او منظم ډول واخیستل شوه.
په همدې مناسبت د ښوونکو د مسلکي پراختیا رئیس محترم مولوي محمدابراهیم عمري وویل چې، یاد کادري بستونه د آزادې او رڼې سیالۍ له لارې اعلان شوي، ترڅو د علمي وړتیا، مسلکي تخصص او کاري تجربې لرونکي اشخاص د ښوونیز نظام د لا پیاوړتیا او پرمختګ لپاره جذب شي.
نوموړي زیاته کړه چې د استخدام په ټولو پړاوونو کې د عدالت، شفافیت او وړتیا اصل په بشپړ ډول مراعاتېږي او هڅه کېږي چې د رقابتي ازموینو له لارې مستحق، وړ او بااستعداده کسان د علمي غړو په توګه وټاکل شي.
د چارواکو په وینا، د یادو ۳۵۴ کادري بستونو لپاره له ولایتونو څخه شاوخوا ۶۰۰ تنو نوم‌لیکنه کړې وه، چې له هغوی څخه به د ازموینې د پایلو او قانوني مراحلو له بشپړېدو وروسته ۳۵۴ تنه مسلکي او تخصصي کسان د اړوندو بستونو لپاره غوره او وګومارل شي.
د پوهنې وزارت مشرتابه د ښوونیز نظام کیفیت لوړول، د ښوونکو مسلکي وړتياوو پیاوړتیا او د وړ بشري ځواک جذب د خپلو لومړیتوبونو له جملې څخه ګڼي او په همدې موخه د رڼو رقابتي پروسو له لارې د متخصصو کادرونو جذب ته ځانګړې پاملرنه کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۰:۱۴
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ښوونځیو ښوونکو لپاره مسلکي روزنیزه برنامه جوړه شوه

د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو ښوونکو لپاره «د اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې درې ورځنی مسلکي روزنیز ورکشاپ پیل شو.
د ياد ورکشاپ موخه د ښوونکو د مسلکي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۹:۵۶
Background image

په غزني ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره کمپیوټرخونه جوړه او پرانیستل شوه

د غزني ولایت مرکز اړوند شمس‌العارفین لېسې زده‌کوونکو لپاره یوه مجهزه کمپیوټرخونه جوړه او پرانیستل شوه٠
د یاد ټولګي جوړولو او تجهیز لګښت ۵۰۰ زره افغانۍ شوی، چې د ښوونځي د زده‌کوونکو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۹:۴۷
Background image

پروان ولایت کې د ښوونځیو زده‌کوونکو ته د ۳۸ میلیونه افغانیو په ارزښت قرطاسیه ووېشل شوه

د یوه همکار بنسټ له لوري د ۳۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د پروان ولایت پوهنې ریاست ته مرسته شوې قرطاسیه او درسي مرستندویه توکي، د ټاکل شوې سهمیې له مخې د ياد ولایت ښوونځیو ته ووېشل شول.
پ. . .

BACK TO NEWS